د افغانستان د خبریالانو مرکز د «مطبوعاتو د کمپاین نښان» نړیوالې جایزې په ورکولو وستایل شو

د افغانستان د خبریالانو مرکز د «مطبوعاتو د کمپاین نښان» نړیوالې جایزې په ورکولو وستایل شو

۱۳۹۸ د وږي ۲۸

ژنیو، سویس - په سویس کې مېشت « د مطبوعاتو د کمپاین نښان» نړیوال بنسټ د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ او دفاع په برخه کې د ۲۰۱۹ کال جایزه د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ورکړه.

دا جایزه نن په ژنیو ښار کې د سویس مطبوعاتي کلوپ کې د یوې ځانګړې غونډې پر مهال د بیان ازادۍ ملاتړو نړیوالو بنسټونو استازو، د بشري حقونو فعالانو، د سويس هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د څانګې مسؤول، د ملګرو ملتونو د ژنو په څانګه کې د افغانستان دایمي استازي او په سويس هېواد کې د افغانستان سفیر نصیر اندیشه په شتون کې د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قريشي ته ورکړل شوه.

قریشي د مطبوعاتو د کمپاین نښان بنسټ د غوراوي کمېټې څخه د افغانستان خبریالانو مرکز ته د دې بنسټ د ۲۰۱۹ کال د جایزې د ورکولو له امله مننه وکړه او ویې ویل: «دغه جایزه په داسې وخت کې راکول کېږي چې د افغانستان خبریالان او رسنۍ له مرګونو بریدونو، تاوتریخوالي، ګواښونو او وېرې سره مخ دي، په ځانګړي ډول له غیر مسؤوله وسله‌والو او ترهګریزو ډلو له لوري، دا جایزه زما او زما د همکارانو لپاره ډېر ارزښت لري او په افغانستان کې د خبریالانو، ازادو رسنیو او بیان ازادۍ د دفاع په برخه کې زموږ روحیه پیاوړې کوي.»

هغه زیاته کړه: «دا جایزه زموږ د همکارانو د نه ستړې کېدونکو هڅو پایله ده او زه دا جایزه په افغانستان کې د اطلاع رسونې قهرمانانو، په ځانګړي ډول هغو رسنیزو کارکوونکو ته ډالۍ کوم چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.»

د قریشي په وینا، اوسني حکومت په اساسي قانون کې د بیان د ازادۍ او ازادو رسنیو  د ځای پرځای کولو له اړخه او ځانګړي قوانینو په جوړلو لکه د ټولنیزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په تصويبولو د بیان ازادي او ازاد رسنیز فعالیت لپاره ښه شرایط چمتو کړي دي.

هغه څرګنده کړه، چې د شویو پرمختګونو سره سره په افغانستان کې رسنیزې ټولنې د فزیکي تاوتریخوالي د سلګونو پېښو ترڅنګ د ګواښ، وېرونې او قرباني کېدو ډېرې پېښې درلودلې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز رئیس زیاته کړه چې د ۱۹۹۴ میلادي (۱۳۷۳ هجري لمریز) کال راهیسې تر اوسه ۱۱۲ تنه خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي دي، چې ډېری یې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته وژل شوي دي، د هغه په وینا، په ټوله کې طالبان د ۴۴ خبریالانو، داعش د ۳۴، ناڅرګنده وسله‌والې ډلې او اشخاص د ۲۷، د ناټو ځواکونه د ۳، د کورنۍ غړي د ۳ او افغان پولیس د ۱ خبریال په وژنه تورن شوي دي.

قریشي دا هم څرګنده کړه چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښ او وېرې د زیاتېدو سره سره د خبریالانو پر وړاندې د مجازاتو څخه د معافیت دود هم دوام لري.

د هغه په وینا، که څه هم د حکومت او رسنیو ګډه کمېټه په هېواد کې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب تأمین لپاره جوړه شوې، خو کومه د پام وړ لاسته راوړنه یې نه سترګو کېږي، لا هم د خبریالانو د وژنې تر ۹۰ سلنه ډېرې پېښې نه دي څېړل شوي او د دې کړنو عاملین او پکې لاس لرونکي بې سزا پاتې دي.

د مطبوعاتو د کمپاین نښان بنسټ عمومي منشي بلیز لمپن، په دغه غونډه کې وویل: « د مطبوعاتو د ډ کمپاین نښان په جګړه ځپلو سیمو کې د خبریالانو د ملاتړ لپاره کار کوي او هر کال داسې یو شخص یا بنسټ ته ځانګړې جایزه ورکوي چې د خبریالانو د ملاتړ او د سزا څخه د معافیت پر وړاندې مبارزې په برخه کې یې استثنایي زړورتیا ښودلې وي.» هغه زیاته کړه: «سږکال مو د افغانستان د خبریالانو مرکز غوره کړ ځکه دا بنسټ له لږو امکاناتو سره په افغانستان کې خبریالانو ته کار کوي او په بشپړ ډول یې زموږ د دې ځانګړې جایزې د ترلاسه کولو معیارونه پوره کړي دي.»

بلیز لمپن د بیان ازادۍ پر وړاندې شته ننګونو او خطرونو ته په اشارې ټینګار وکړ چې افغانستان په یو داسې پړاو کې دی، چې مطبوعاتي ازادي له ګواښ سره مخ ده او ترهګریزې ډلې د خبریالانو لپاره په یوه دوامداره خطر بدلې شوې دي.

د مطبوعاتو د کمپاین نښان منشي په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د حملو او ګواښونو د دوام او د دې هېواد پر ټولنه یې د بدو اغیزو په اړه خبرداری ورکړ او روښانه یې کړه چې د ازادو رسنیو په نشتون کې به په افغانستان کې ډیموکراتیک بحثونه هم نه وي.

لمپن وویل: د مطبوعاتو د کمپاین نښان له افغان حکومته غواړي چې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ باید د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب او ملاتړ لپاره لا جدي اقدامات وکړي.


د مطبوعاتو د کمپاین نښان جایزې پخواني ګټونکي

د یادې جایزې بنسټ په ۲۰۰۹ کال کې کېښودل شو او هر کال په نړۍ کې هغو اشخاصو یا بنسټونو ته ورکول کېږي چې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او د سزا څخه د خبریالانو معافیت پر ضد مبارزه کې یې د‌ پام وړ لاسته راوړنې درلودلې وي.

همداراز د رسنیو د ازادۍ او پراختیا لپاره فلسطیني مرکز او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مشر او په ژنو کې د مکزیکو سفیر لوئیس الفونسو دی البا په (۲۰۰۹)، په فلپین کې د هغو ۳۲ خبریالانو کورنۍ چې د ۲۰۰۹ کال د‌نومبر میاشتې په ۲۳مه په ډله‌ییزه ټوګه ووژل شول په (۲۰۱۰)، د تونسي خبریالانو د ټولنې مشر ناجي البغوري، د مصر د معاصر انقلاب وبلاګ لیکونکو ټولنې څخه احمد عبدالعزیز او لیبیا کې د بشري حقونو د یووالي سازمان استازي خالد صالح په (۲۰۱۱)، د سوریي د دموکراتانو د ټولنې استازي توفیق چما او د سوریې د رسنیو او د بیان آزادۍ مرکز رئیس مازن درویش په (۲۰۱۲)، د هندوراس هېواد رسنیز کارتون جوړونکي،

 الان مک دونالد، د ګواتمالا هېواد د اطلاعاتو مرکز رئیس ایلینا آلامیلا او په ژنو کې د ملګرو ملتونو استازولي کې د اتریش او سویس هېوادونو سفیرانو په (۲۰۱۳)، د هیروندل سوېسي بنسټ په مرکزي افریقا کې د خپلو کړنو له امله په (۲۰۱۴)، د رسنیو په ازادي کې د اروپا د امنیت همکارۍ سازمان استازې دنیا میاتوویچ او د کریمیې څیړنیزی خبریالې او د اوکراین کییف د اطلاعاتو د مرکز رئیسې لودمیلا زلوبینا په (۲۰۱۵)، ژانا نمتسوف د روسیې د مخالف رهبر بوریس نمتسوف لور چې  په ۲۰۱۵ کال کې په مسکو ووژل شو په (۲۰۱۶)، د (P24) یا په ترکیه کې د خپلواکې خبریالۍ بنسټ رئیس حسن جمال په (۲۰۱۷) او په ۲۰۱۸ کال کې په مالتا هېواد کې څېړنیز خبریال دافنه کاروانا ګالیزیا خور کورین والا چې په ۲۰۱۷ کال کې په مالتا کې ووژل شوه د آغلې ګالیزیا د کورنۍ په استازولۍ په تېرو یوولس کلونو کې د دې معتبرې جایزې له ترلاسه کوونکو څخه وو.

د مطبوعاتو د کمپاین نښان بنسټ په اړه

د مطبوعاتو د کمپاین نښان بنسټ یو نړیوال غیر دولتي بنسټ دی چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د مشورې ورکونې ځانګړی حق لري، یاد بنسټ په ۲۰۰۴ کال (۱۳۸۳ هجري لمریز کال په لومړیو) کې د سویس هېواد په ژنو ښار کې د بېلابېلو هېوادونو د نوموتو خبریالانو لخوا جوړ شو.