په نننۍ نړۍ کې خبریالان په ډیجیټل فضا کې له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي، چې کولای شي د هغوی شخصي او مسلکي خوندیتوب وګواښي. سایبري بریدونه، هک، غیرقانوني څار، سانسور او جاسوسي له یادو ګواښونو څخه دي، چې د ډېټا، سرچینو او اړیکو د خوندیتوب ارزښت جوتوي. د یادو ګواښونو په اړه د خبریالانو د پوهاوي لوړول او سمه روزنه د هغوی د خپلواکۍ، امنیت او مسلکي کار په ساتنه کې کلیدي ونډه لوبوي.
دا لارښود د ډیجیټلي ګواښونو پر وړاندې مبارزه کې د عملي ټکو، کړنلارو او اغیزناکو وسایلو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوی، څو له خبریالانو سره مرسته وکړي، چې په انلاین چاپېریال کې د خپل امنیت کچه لوړه کړي او له خپلو حساسو اطلاعاتو او سرچينو څخه ساتنه وکړي.
په یاد ولرئ، چې په انټرنټ او مجازي فضا کې د محافظتي ګامونو لپاره تو ټولو ښه وخت، د یوې پېښې له رامنځته کېدو وړاندې دی، هر څومره چې ژر اقدام وکړئ، هغومره د خطر د پېښېدو کچه کمېږي.
د ډیجیټل امنیت لارښود ترلاسه کولو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ

