چاریکار: پروان ولایت کې د یوشمېر فرهنګپالو په نوښت د دنیا په نوم شخصي راډیو ازمایښتي نشرات پېل کړل.
د دنیا راډیو مدیریت څخه د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې دا راډیو د پروان ولایت یوشمېر فرهنګپالو په نوښت جوړه شوې ده چې په ۲۴ ساعتونو کې به سیاسي، سوداګریزې، ټولنیزي، کلتوري، تفریحي او موسیقي پرګرامونه ولري.
دونیا راډیو د اف ام په 88.8 څپه د چاریکار ښار سربېره ۵۰ کیلومتره مربع سیمه د پوښښ لاندې نیسي.
د پروان ولایت اطلاعاتو او کلتور رئیس حفیظ الله عزیزي پرواني د دې راډیو پېل څخه د هرکلي ترڅنګ د رسنیو شمېر زیاتېدل د خبرونې او خلکو ته د پوهې ورکولو برخه کې ګټور وبللو.
د هغه په وینا دا په چاریکار ښار کې لومړۍ او په ټول پروان کې دویمه راډیو ده.
له دې وړاندې د دې ولایت جبل السراج ولسوالۍ کې د سولې غږ په نوم راډیو په فعالیت پیل کړی وو.
د سولې غږ راډیو مسوول مدیر د ۱۳۸۶ لمریز کال جوزا میاشتې ۱۵ نېټه کې په یوه وسله واله حمله کې ووژل شوو.

