د دنیا سيمه‌ییزې راډیو پر دفتر د لاسي بمب برید

چاریکار، ۱۳۹۱ د غبرګولي ۹مه

د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د دنیا غیر دولتي راډیو په مرکز د لاسي بمب برید له امله د یادې راډیو د نشراتي چارو د تنظيم مسؤول ټپي شوی دی.

د دنیا راډیو مرستیال محمد شفيع مشفق د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې دا برید د سه شنبه سهار دوه بجې ترسره شوی دی.

هغه وویل:« دا لاسي بمب د راډیو د ودانۍ له شا څخه د خبر خونې په لور اچول شوی دی، چې له دیوال سره له لګېدو وروسته یې چاودنه کړې او په پایله کې یې د یادې راډیو د نشراتي چارو د تنظیم مدیر محمد آقا قانع د غوږ او لاس په برخه کې ټپي شوی دی.»

مشفق زیاته کړه، چې شاه آقا قانع روغتون له لېږدولو وروسته د درملنې لاندې ونیول شو او اوس مهال یې روغتیایي وضعیت ښه دی.

د دنیا راډیو د مرستیال په وینا، په دې چاودنه کې د خبر خونې ځينو برخو او تجهیزاتو ته زیان رسېدلی دی.

محمد شفیع مشفق وویل، چې دا لومړی ځل دی، چې دنیا راډیو د ورته برید موخه ګرځي او له دې برید دمخه د یادې راډیو د کارکوونکو او فعالیت پر وړاندې هېڅ ګواښ نه وو پېښ شوی.

خو سربېره پر ډې، د دنیا راډیو د مرستیال په وینا ښایي دا برید د هغو کسانو په لارښوونه ترسره شوي وي، چې د پېښو او ځایي او ملي موضوعاتو په پوښښ کې د یادې راډیو خپلواک فعالیت د هغوی له ګټو سره په ټکر کې وي.

د یادې راډیو دفتر د کابل-مزار لویي لارې ته څېرمه او د پولیسو د قومندانۍ په ۱۰۰ مترۍ کې موقعیت لري.

د پروان ولایت امنیه قومندان محمد اکرم بهزاد وویل، چې تر اوسه د یاد برید څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی، خو په دې برخه کې د پولیسو څېړنې پیل شوي دي.

دنیا راډیو د چاریکار په کچه لومړنۍ سیمه‌ییزه راډیو او د پروان په کچه دوهمه راډیو ده، چې د ۱۳۸۹ کال په چنګاښ میاشت کې یې د اف ام په ۸۸.۸ څپو په خصوصي پانګونې ازمایښتي نشرات پيل کړل.

یادې راډیو ۵۰ کیلومتره مربع سیمه تر پوښښ لاندې راوستې ده.

له دې وړاندې د ۱۳۸۶ کال د غبرګولي په ۱۵مه د یوې بلې غیر دولتي راډیو مسؤول مدیره، چې په جبل السراج کې موقعیت لري د ناپېژانده برید کوونکو موخه وګرځېده او ووژل شوه.

ذکیه ذکي د شپې مهال له راډیو څخه له بېرته راګرځېدو وروسته د خوب پر مهال په خپل کور کې د برید موخه وګرځېده او وسله والو کسانو هغه د خپلې کورنۍ د غړو په څنګ کې په مرمۍ وويشتله.