
د هغه په وینا، د ترکمن راډیو تمرکز په ترکمني ژبه د سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي خپرونو په خپرولو دی او ترڅنګ یې په ملي ژبو هم خپرونې کوي. حکيمي زیاته کړه، چې د ترکمن راډیو فعالیت د سهار له شپږو بجو څخه پيلېږي او د شپې تر ۱۲ بجو دوام کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قريشي د ترکمن راډیو له جوړولو څخه د هرکلي ترڅنګ وویل، چې د هېواد سخت امنیتي او اقتصادي وضعیت ته په کتلو په جوزجان کې د يوې نوې راډیويي شبکې جوړېدل زیری بخښونکی دی. هغه هیله څرګنده کړه چې دا رسنۍ وتوانېږي د هېواد د ټولیزو رسنیو د قانون او د خبریالي د اصولو په ځانګړي ډول بې پرې توب او ځيرتيا په پام کې نيولو سره خلکو ته اطلاع رسونه وکړي.
اوس مهال په جوزجان ولایت کې ۱۳ راډیو ګانې او د ملي راډیو او تلویزیون (دولتي) په ګډون څلور تلویزیونونه فعالیت لري.

