د «سرپل» دولتي ورځ پاڼې د فعالیت پیل

د «سرپل» دولتي ورځ پاڼې د فعالیت پیل

سرپل، ۱۳۹۰ د غویي ۱۳مه

د «سرپل» دولتي خپرنۍ یا نشریه د سرپل ولایت د مطبوعاتي دفتر له لوري د چاپ په ګاڼه سمبال شوه‌.

د سرپل ولایت د مطبوعاتو مدير سيد کریم جاوید د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې دا میاشتنۍ د سرپل سیمه‌ییزې ادارې د کړنو او لاسته راوړنو د خپراوي او پوښښ لپاره جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، دا خپرنۍ (نشريه) ۵۵ مخه ده، چې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې(UNDP) په مالي ملاتړ ۲۰۰۰ ټوکه چاپ شوې ده. د سرپل ولایت د مطبوعاتي مسؤول په وینا، د دې میاشتنۍ په لومړۍ شمېره کې په ۱۳۸۹ کال کې د سرپل ولایت د بېلابېلو ادارو لاسته راوړنې د سرپل ولایت خلکو ته د اطلاع رسونې په موخه خپرې شوې دي.

جاوید وویل، چې په پام کې لرو د دې میاشتنۍ په راتلونکي شمېرو کې بېلابېلې سیاسي، ټولنیزې او فرهنګي موضوعات هم نشر ته وسپارل شي.

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد یونس رسولي هم د یادې میاشتنۍ د فعالیت پیل خلکو ته د اطلاع رسونې په برخه کې اغيزناک وبلل او په یاد ولایت کې یې رسنیو ته د لا ډېر پام غوښتنه وکړه.

هغه وویل، چې اوس مهال په سرپل کې رسنیز فعالیت په ځانګړي ډول په چاپي بڼه 

کمرنګه دی او ډېر لږ شمېر نشریې په وقفه یي ډول خپرېږي.

د رسولي په وینا، د آینه سرپل دولتي میاشتنۍ د مالي ستونزو له امله له نشر پاتې ده او سيمای زن، جوانان، آیینه معارف، آیدین او پیام هدهد بلخاب په ګډون ځينې نورې په وقفه یې ډول خپرېږي.

سرپل ولایت د شاؤخوا ۵۰۵ زره نفوس په درلودلو سره د هېواد په شمال کې موقعیت لري او په اداري تشکيلاتو کې اووه ولسوالۍ، سرپل، بلخاب، سوزمه قلعه، صیاد، کوهستانات، سانچارک او ګوسفندي، شاملې دي.

په دې ولایت کې سیمه‌ییزه دولتي راډیو د شاؤخوا درې ساعته سهارنیو او بانو غیر دولتي راډیو د شاؤخوا ۱۲ ساعته خپرونو په درلودلو فعالې دي، چې یوازې مرکز او د شاؤخوا ځيني کلي یې تر پوښښ لاندې راوستي دي.

د راه فردا، آیینه، آریانا، طلوع او ملي تلویزیونونو خپرونې هم په مرکز او د سرپل ښار په شاؤخوا کې د لاسرسي وړ دي.