۱۴۰۴ د چنګاښ ۲۹مه
سرپل – د سرپل ولایت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې په دې ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع کړل، د دې پرېکړي په پلي کېدو سره د سرپل ولایت ملي تلویزیون بڼه راډیو ته اوښتې او نورې سیمهییزې رسنۍ هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو حتی په ټولنیزو رسنیو کې، محرومې شوي دي، سرپل ۲۰ ولایت دی چې یاد بندیز په رسمي ډول اعلان او پلي کوي.
یوې سیمهییزې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرول د بندیز موضوع د چنګاښ په ۲۳مه د سرپل ولایت د ځایي ادارو ویاندویانو او سیمهییزو خبریالانو ترمنځ د همغږۍ ناستې پر مهال مطرح شوه. د هغه په وینا، د سرپل ولایت د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ادارې استازي خیرالله خیرخواه، په یاده ناسته کې وویل، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر بنسټ، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع دي او رسنۍ باید دا حکم عملي کړي.
یو سیمهییز خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، چې له دې بندیز وروسته ډېری دولتي چارواکي په ویډیویي بڼه مرکو ته نه حاضرېږي او رسنیو ته هم په شفاهي ډول ویل شوي چې د د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو ډډه وکړي. د هغه په وینا، د سرپل ولایت ملي تلویزیون، چې پخوا به یې ځینې سیمهییز راپورونه چمتو کول او د ملي تلویزیون مرکزي خپرونې یې هم له عادي انټن څخه خپرولې، اوس یې بڼه راډیو ته بدله شوې ده.
اوس مهال په سرپل ولایت کې د ملي راډیو او تلویزیون، د باختر خبري اژانس ولایتي څانګې او د سرپل دولتي خپرنۍ (نشریې) سربېره، درې خصوصي (صدای سرپل، بانو او انبیر ) راډیو ګانې فعالیت لري.
د واکمنې ادارې مسؤولین وایي چې د ژونديو موجوداتو د انځورونو خپرول د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پر بنسټ چې د ۱۴۰۳ کال د زمري میاشتې په ۳۱ نېټه توشيح شو، منع دي. یاد بندیز تر دې دمه د سرپل سربېره، په نولسو نورو ولایتونو لکه: کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر او لغمان کې هم په رسمي بڼه ابلاغ شوی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په سرپل ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز او نورو ولایتونو ته یادې طرحې د پراخېدو لپاره هڅې، د بیان ازادۍ او د ازادو رسنیو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې بولي او د رسنیو، ازادو خبریالانو پر کار او معلوماتو ته د خلکو لاسرسي په برخه کې یې، چې له وړاندې لا محدوده شوې وه، د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.
دغه د رسنیو د ازادۍ ملاتړی خپلواک بنسټ، له واکمنې ادارې غواړي چې د دې وروسته پاتې کوونکي او د وروستیو نورو رسنیزو کړنلارو په لغو کولو چې د ټولنیزو رسنیو قانون خلاف صادرې او پلي شوې دي، د رسنیو ازاده او پرته له وېرې فعالیت لپاره زمینه برابره کړي، څو خبریالان وکولای شي له خپلو بنسټیزو حقونو څخه برخمن شي.ش

