٢٩ چنګاښ ١٣٩٣
پل علم: پژواک خبري اژنس وایي د دوی یو خبریال وروسته له هغې په مرګ ګواښل شوی، چې د لوګروالي د مالي فساد په اړه یې راپور خپور کړ.
د پژواک خبریال مقصود امیری وايي دوه شپې وړاندې نامعلومه کسانو د ټليفون له لارې د دې راپور نشر له امله په مرګ ګواښلی.
دا راپور چې تیره اونۍ نشر شوی د یوشمیر محلي چارواکو له قوله ویلي چې د دې ولایت والي د ملي اردو اړوند ۲۰ زره لیتره سون توکي پلورلي دي.
د پژواک په راپورکې راغلي چې دا اندازه تیل د روان کال سرطان میاشت کې محمداغې ولسوالۍ کې د ملي اردو له کنډک پټ شوي وو، پولیسو له کشف وروسته ولایتي ادارې ته سپارلي، چې والي هغه پلورلي دي.
خو د والي ویاند دین محمد درویش دې قضیه کې د والي او کارکوونکو لاس درلودل رد کړل خو زیاته یې کړه چې پدې اړه یې د مقصود امیري شکایت ترلاسه کړی چې دوی به یې وپلټي.
د افغانستان خبریالانومرکز خبریالانو ته هرډول ګواښ د هیواد اساسي قانون او ډله ییزو رسنیو خلاف بولي او هغه په کلکوټکوغندي.
دا مرکز پداسې حال کې چې د دې راپور په اړه شکایت د والي حق بولي؛ له مرکزي حکومت غواړي چې دا قضیه په جدي ډول وپلټي او اجازه دې نه ورکوي د خبریالانو ګواښوونه د خودسانسورۍ لامل او اطلاعاتو ته د خلکو لاس رسي لار کې خنډ شي.

