جمعه ۱۷ سلواغې ۱۳۹۳
نن ورځ له غرمې وړاندې د اسيا سيمه یيز تلويزيون د سور کارت خپرونې چلوونکی جمشيد حکاک د هرات ولايت د پوليسو له خوا سخت وهل ټکول شوی دی.
تر اوسه د دې پېښې څرنګوالی نه دی معلوم شوی؛ مګر د حکاک همکاران وايي چې هغه په دې ښار کې د موټرسايکل د منعې کولو څخه په سرغړاوي وهل شوی ټکول شوی دی.
د افغانستان د خبريالانو مرکز دا پېښه غندي او د هرات له ولايتي ادارې غواړي چې د دې قضيې څرنګوالی وڅېړي او عاملين يې له قانوني څېړنو لاندې ونيسي.

