یو مشهور پاکستانی خبریال ارشد شریف چې په کینیا کې یې په پټه ژوند کاوه د پولیسو په ډزو وژل شوی دی

۷ عقرب ۱۴۰۱

اسوشتید پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې پولیسو د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې نوموړي کس نایروبي ته څیرمه د تالاشۍ پر مهال د موټر د درولو پر ځای تېښته کړې ده. د پولیس په وینا د ارشد شریف په پيژندلو کې تیروتنه شوې او هغه د همدې سو تفاهم له کبله د پولیسو د ډزو ښکار شوی. د پولیسو په خبره ارشد شریف هغه موټر ته ورته یوه موټر کې سفر کاوه چې د ماشوم تښتونې په یوه قضیه کې ښکیل وو.

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ۵۰ کلن ارشد شریف، د جولای میاشت کې له پاکستانه ووت، څو پر پوځ باندې د نیوکو له کبله له نیول کیدو ځان وژغوري. زیاته شوې ده چې هغه د شهباز شریف پر حکومت هم انتقاد کاوه.

د پولیسو په وینا نایروبي ته څیرمه د یوه مشکوک موټر د موندلو له پاره سړک بند شوی وو. د پولیسو په خبره په موټر کې د وژل شوي خبریال ورور هم وو. زیاته شوې ده چې دغو دواړو د پولیسو له خوا د دریدو امر و نه مانه او موټر یې تیز کړ: «هغوی موټر و نه دراوه او خپل سفر ته یې ادامه ورکړه.» د پولیسو په وینا تر هغې وروسته پولیس پر موټر فیرونه وکړل.

د ارشد شریف میرمن جویره صدیق، هم تر دې دمخه د ټویټر په یوه پیغام کې په کینیا کې د خپل میړه وژنه تائید کړې وه. خو په دغه پېښه کې د ارشد شریف د ورور د وضعیت په هکله معلومات نه شته.

د نایروبي پولیسو دا هم ویلي دي چې د دې قضیې په هکله به یوه ځانګړې اړونده ادارې نور تحقیقات وکړي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي، لومړي وزیر شهباز شریف، پوځي او نورو جګپوړو چارواکو د ارشد شریف په وژنه خواشیني څرګنده کړې ده. دويچه ويله