
الهي محمدي او نیلوفر حمیدي دوه نیول شوي خبریالان، چې د امنیتي تورونو سره مخ دي
۱۴۰۱ لړم ۲۴
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (CPJ) چې مرکز یې د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې دی، اعلان وکړ چې په تهران کې د د مظاهرو له پیل راهیسې چې د «ګشت ارشاد» په توقيف کې د سقز ښار د ۲۲ کلنې نجلۍ مهرا امیني له وژل کیدو وروسته پيل شوې دي، په ټول هیواد کې لږ تر لږه ۶۲ خبریالان نیول شوي دي.
د فردا راډیو د راپور له مخې دې بنسټ د لړم په ۲۴ مه په ایران کې د نیول شویو خبریالانو نوملړ خپور کړ او وې ویل چې دا نوملړ په ایران کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د سرچینو، د رسنیو راپورونو او په تهران کې د خبریالانو د صنفي ټولنو پر اساس چمتو شوی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د معلوماتو له مخې، له دغو خبریالانو څخه ۱۴ تنه په ضمانت خوشي شوي او یو تن بیا نیول شوی دی.
خبري عکاسه یلدا معیري، د بهرني سیاست ریپوټر روح الله نخعي، د سیاسي چارو ریپورټران علیرضا خوشبخت او زهرا توحیدي، اقتصادي خبریاله فاطمه رجبي، سیاسي مبصر او د رسنیو کالم لیکوال مجید توکلي، د مکریان خبري اژانس ایډیټران مسعود او خسرو کردپور، د امریکا غږ پخوانی خبریال کیانوش سنجري، د شرق ورځپاڼې خبریاله نیلوفر حامدي او هم میهن ورځپاڼې ریپورټره الهه محمدي د نیول شویو خبریالانو له ډلې څخه دي.
په ورته وخت کې د ایران د انقلابي ګارد قول اردو «سپاه پاسداران» او د استخباراتو وزارت د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره نیلوفر حمیدي او الهه محمدي د روغتون په بستر کې د مهسا امیني د لومړي عکس په خپرولو او د جنازې او د ښخولو په اړه د "يو اړخيزو خبرونو" په خپرولو تورن کړی و.
د ایران امینتي او استخباراتي چارواکي او یوشمېر رسنۍ په عمومي توګه خبریالان او رسنۍ په یران کې د سرتاسري لاریونونو د پېل او دوام لامل معرفي کوي.

