د « د افغانستان د جګړې قربانیانو» انځورونو ټولګه په هالنډ کې نندارې ته وړاندې شوه

د « د افغانستان د جګړې قربانیانو» انځورونو ټولګه په هالنډ کې نندارې ته وړاندې شوه

کابل، ۱۳۹۱ د وري ۲۷مه

د ګټي د انځورونو اژانس د انځور اخیستونکي مجید سعیدي، د «د افغانستان د جګړې قربانیان» په نوم د انځورونو ټولګه، د هالنډ د کرونینګن ښار په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوه.

د هالنډ د «Noorderlicht» انځورونو ګالري د مستند انځور اخیستنې د درناوي په موخه دا نندارتون جوړ کړی، چې پکې د مجید سعیدي په ګډون د ۱۵ تنو مشهورو نړیوالو انځور اخیستونکو اثار نندارې ته اېښوول شوي دي.

دا نندارتون د وري په ۲۶مه پرانیستل شوی او د غویي میاشتې تر ۳۱مې پورې به د خلکو پر مخ پرانیستی وي.

په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي انځورونه د ۱۳۹۰ لمریز (۲۰۱۱ زېږديز) کال د غوره نړیوالو انځورونو له ډلې دي، چې د «FotoEvidence Book، AnthropoGraphia» او «Prix Pictet» په نړیوالو سیالیو کې پایلوبې ته رسیدلي وو.

د «FotoEvidence Book» جایزه چې په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوې، پر هغه عکاسي چې د بشري ظلم، بې‌عدالتۍ او تاوتریخوالي پر وړاندې تمرکز لري.

د «AnthropoGraphia» او «Prix Pictet» جایزې، چې په ۱۳۸۷ (۲۰۰۹) کال کې یې بنسټ ایښودل شوی، هغو انځورونو ته ورکول کېږي چې د ټولنیز پوهاوي د لوړولو، د بشري تفاهم او درک د پراخېدو لامل ګرځي او همداراز هغو انځورونو ته چې د چاپېریال پر ارزښت او د نړۍ د دوامداره پراختیا پر موضوعاتو تمرکز لري، ورکول کېږي.

د مجید سعیدي دا انځوريزه ټولګه د افغانستان د ماینونو او جګړه‌ییزو مهماتو له امله د ټپیانو په اړه ده، چې د جګړې د معلولینو کړاوونه او رنځونه انځوروي. یادې ټولکې تېر کال د «FotoEvidence Book» سیالۍ وروستي پړاو ته لاره موندلې وه.

تېر کال د تلې په میاشت کې دغه انځورونه د نیویارک ښار د بروکلین په VII ګالري کې هم د یوې اونۍ لپاره نندارې ته وړاندې شوي وو.