ایران او له ورځ پاڼې ليکنې څخه د ورځ پاڼه لیکونکو د محرومیت پدیده

ایران او له ورځ پاڼې ليکنې څخه د ورځ پاڼه لیکونکو د محرومیت پدیده

 

۱۳۹۵ د غویي ۱

په ایران کې لسګونه ورځ پاڼه لیکونکي، له ورځ پاڼې لیکنې څخه محروم دي.

له یادې ډلې څخه ځينې یې لکه، ماشاالله شمس الواعظین، احمد زیدآبادي او علیرضا رجایي د قضايي محرومیت حکمونه لري، خو ځينې نور یې لکه بهمن احمد امویي، مهسا امرآبادي، نازنین خسرواني، مرضیه رسولو، پرستو دوکوهکي او مسعود باستاني د خپل محکومیت له تېرولو سربېره له ازادي څخه په میاشتو او کلونو وروسته له قضایي حکم له امله نه بلکې په ایراني رسنیو او ورځ پاڼو د واکمنې فضا له امله، رسنیز کار امکان نه لري.

نور ولولئ: بې پولې خبریالانو ایران د مطبوعاتو د ازادۍ تر ټولو ځپونکی حکومت اعلان کړی.

په ایران کې د ځینې توقیف شویو اصلاح غوښتونکو ورځ پاڼو مسؤول او د ایراني ورځ پاڼه لیکونکو د صنفي ټولنې د مدیره پلاوي رئیس ماشاالله شمس‌الواعظین، چې تر دا مهاله څو ځله د خپلو مطبوعاتي فعاليتونو له امله نیول شوی او بندي شوی دی، د انقلاب محکمې د ۱۵مې څانګې له حکم سره سم د دوو کلونو لپاره په مجازي فضا او مطبوعاتو کې له فعالیت محروم شوی دی. که څه هم د هغه د یو نیم کال بند حکم پلي نه شو خو د هغې په محرومیت کې مجازي فضا، مطبوعاتي ناستې، له هېواده وتل او په حزبونو کې ګډون شامل وو. هغه حکم چې د ۹۴ کال په لړم میاشت کې د نشاط ورځ پاڼې د خپرولو لپاره د هغه له هڅو وروسته چې د نشر امکان یې ونه موند صادر شو.

د ښاغلي شمس‌الواعظین تو د مصاحبو، په نړیوالو ناستو کې د کډون او د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې جایزې ترلاسه کولو لپاره په کیپ ټاون ناستو کې ګډون له لارې د نظام تضعیف بلل شوی دی.

خو ورځ پاڼه لیکونکی او د ایران د ورځ پاڼه لیکونکو د صنفي ټولنې او د مطبوعاتو له ازادۍ څخه د دفاع ټولنې د مدیره پلاوي پخوانی غړی احمد زیدآبادي، له دایمي محرومیت سره مخ دی. هغه چې یوځل په ۷۹ کال کې نیول شوی وو او د نظام پر وړاندې تبليغ او د عامه ذهنونو مغشولولو په تور یې ۱۳ میاشتې په زندان کې تېرې کړې او وروسته بيا ۸۸ کال د ریاست جمهورۍ له لانجمنو ټاکنو وروسته ونیول شو او په شپږ کاله بند، ګناباد ښار ته په پنځه کاله تمديد او له هر ډول سیاسي فعالیت، حزبونو، پلویو او مصاحبې او وینا کې له کډون، او د پېښو له شننې څخه د عمر لپاره په کتبي او شفاهي ډول محکوم شو.

ښاغلی زیدآبادي د خپل شپږ کلن محکومیت له پای ته رسولو وروسته ازاد شو خو له ځنډ پرته ګناباد ښار ته تبعید شو. د یاد ورځ پاڼه لیکونکي د تبعید حکم تېر کال د کوچني اختر په عفوه مې پای ته رسېږي خو د محرومیت وضعیت یې لا هم نا معلوم دی. وروستی حکم چې د محرومیت په اړه نوموړي ته صادر شو د عمري محرومیت حکم وو.

د ښاغلي زیدآبادي د خپلوانو په وینا: «هغه له تبعید څخه له بېرته راګرځېدو وروسته بیکاره دی، د خوښې او مسلکي کار یې عملاً ورځ پاڼه لیکنه ده خو او د هماغه محدودیت له امله کار نه شي کولای».

د اسلامي مجازاتو د نوي قانون د ۲۳مې مادې پر بنسټ، د محرومیت او تبعید حکم باید له دوو کلونو څخه ډېر نه وي، خو ژیلا بني یعقوب يوه بله ایراني ورځ پاڼه لیکونکې د رسنیز فعالیت څخه په ۳۰ کاله محرومیت محکومه شوې ده، هغه د ۸۸ کال په غبرګولي مياشت کې ونیول شوه او بندي شوه تو په یم کال بند او له رسنیز فعالیت څخه په ۳۰ کاله محرومیت محکومه شوه. مېرمن بني یعقوب د خپل محکومیت له پای ته رسولو وروسته خوشې شوه او د خپل محرومیت حکم په تړاو یې د قانون پلي کېدلو غوښتنه وکړه، خو تر اوسه هېڅ د هغې غوښتنې ته د رسېدنې لپاره هېڅ څانګې ته دنده نه ده سپارل شوې.

ورځ پاڼه لیکونکی او د ایران فردا، نشریې او د جامعه، توس، نشاط او عصر ازادګان ورځپاڼو د تحریریه پلاوي غړی، علیرضا رجایي هم، چې په ۷۹ کال کې نیول شوی او بندي شوی وو، د ۸۸ کال د لانجمنو ټاکنو وروسته په څلورو کلونو بند او له ټولو ټولنیزو حقونو او ټولو مدني او سیاسي تشکیلاتو کې له غړیتوب څخه په محرومیت محکوم شو. ښاغلی رجایي د خپل څلور کلن بند وروسته له بندخونې ازاد شو، خو د هغه محرومیت چې مطبوعاتي فعالیت هم پکې شامل دی هماغسې پر ځای دی.

پرستو دوکوهکي يوه بله ورځ پاڼه لیکونکې ده، چې د هغې لپاره له هر ډول رسنیز او ټولنیز فعالیت څخه د محرومیت حکم صادر شو: یو بند چې د پنځو کلونو لپاره تعلیق شو او دوه کاله له رسنیز فعالیت څخه محروميت. مېرمن دوکوهکي وایي، چې د هغې د محرومیت دوه کلن حکم د تېر کال په کب میاشت کې پای ته رسېدلی، خو بیا هم له هېڅ ورځ پاڼې له لوري کار لپاره بلنه نه ده ورکول شوې او د ښځو مجله یوازینۍ رسنۍ ده چې تر اوسه توانېدلې پکې د خپرولو لپاره مطالب ور وسپاري: « یو غیر دولتي او غیر ایراني سازمان ته مې چې د کډوالو په برخه کې کار کوي، سي وي ولېږله او د مصاحبې بلنه راکړل شوه، خو د بندي کېدلو سابقې له امله یې قبول نه کړم او ویل یې چې هغه سر په رومال نه تړي چې خوږېږي». 

دا وضعیت یواځې پرستو دوکوهکي ته نه دی پېښ شوی. د ایران لسګونه ورځ پاڼه لیکونکي د خپل محکومیت د پای ته رسولو سربېره یې هم اوس خپل مسلکي کار ته د بېرته راګرځېدلو امکان نشته. مرضیه رسولي چې په ۹۰ کال کې د مرستو دوکوهکي سره یوځای بندي شوې وه وایي، چې هېڅ قضایي محرومیت نه لري خو اوس هغوی او نورو ورځ پاڼه لیکونکو لپاره چې د بندي کېدلو سابقه لري، خپل مسلکي کار ته د بېرته راګرځېدل د ورځ پاڼو او مسؤولینو د چلند د ډولونو سخت او تر یو بریده ناممکن شوی دی. 

دا ورځ پاڼه لیکونکې په دوه کاله بند او ۵۰ دورو محکوم شوې وه، چې د ازادي ليک په ترلاسه کولو ازاد شو. مېرمن رسولي کې خپل مسلکي کار ته د راګرځېدو لپاره محدودیت سره مخ ده، وایي: بعد از آزادی از زندان بازگشت به مطبوعات برایم ناممکن شد. اوس یوازې په یوه یادونې لیکونکي ورځ پاڼه کې مېلمه یم، نه هغه کې چې مسلک یې خبریالي ده او هر کال ټول وخت په مطبوعاتو کې په کار بوخت وو. نور نه شم کولای دې مسلک ته د یو مسلک په سترګه وګورم او له هغې عاید ترلاسه کړم. له بندي کېدو وړاندې مې د یوې ورځ پاڼې لپاره لیکنې کولې او له ازادۍ وروسته مجبور شوم چې د مېلمه لیکونکي په توګه په مستعار نوم شتون ولرم. تريخ حقیقت دادی، چې مطبوعات په بشپړه چټکتیا (زما په شان خپل سري) بندي شوي ورځ پاڼه لیکونکي لرې کړي او په داسې ډول یې له پامه غورځوي چې ګواکې بیخي یې شتون نه درلود».

مرضیه رسولي مخکې په خپله فیسبوک پاڼه هم په دې تړاو ليکلي وو: «فکر مې کولو چې موږ ته د کار نه راکولو کیسه جدي نه ده یا شاید هم دا کوم توهم وي، چې فکر کوم ماته د ورځ پاڼو شا کول زما د زندان ته تګ موضوع پورې تړاو لري. ما هیچ منع قانونی برای کار کردن نداریم. موږ له کار څخه منع نه یو، دا ورځ پاڼې دي چې د ځان خوږولو لپاره زموږ د کار پر وړاندې خنډ جوړېږي، زه د خپل ځان په اړه ډاډه یم من درباره خودم د امینتي بنسټونو ورځ پاڼو ته نه دي ویل شوي او دا لرې کول د ورځ پاڼې له لوري ترسره کېږي، خو له بده کولای شي چې د امنیتي فضا شاته سنګر ونیسي او بهانه وکړي، چې د خلکو د غولولو پلمه هم ده».

یوه بله ورځ پاڼه لیکونکې مهسا امرآبادي، چې له بند خونې څخه له ازادېدو او له قضایي حکم پرته له رسنیز کار څخه محرومه ده، وایي: « زه دوه کاله کېږي چې په هېڅ ورځ پاڼه کې مې کار نه دی کړی، دوه کاله مخکې په یوه ورځ پاڼه کې په کار بوخت وم، خو د د رسنیو د عدالت غوښتنې برخې له لوري له ما وغوښتل شول چې له نوم پرته کار وکړم، او وروسته هم د ځينې فشارونو او کاري شرايطو له امله بیکاره شوم او له هغې وروسته د هېڅ ورځ پاڼې له لوري ماته د کار بلنه رانکړل شوه. شاید وشو ویلای چې زما په شان خلک له یاده وتلي وي، په هر ډول د مطبوعاتو چاپېریال داسې چاپیریال دی، چې تګ راتګ او سلام خدای په اماني ډېر پکې وي تر هر وقت تازه دمي کسان میدان ته راځي او که د یو څه مودې لپاره په چاپېريال کې پاتې نه شې ممکن له یاده ووځې».

مېرمن امرآبادي چې د ۸۸ کال له ټاکنو وروسته دوه ځلي بندي شوه، کې یو ځل په یو کال او بل ځل په یو کال تعزیري بند او پنځه کاله تعلیمي بند محکومه شوه، چې د محکومیت دورې له تېرولو وروسته خوشې شوه. هغه وایي: « زه حتا یوه میاشت هم له مطبوعاتي فعالیت څخه د محرومو حکم نه لرم، مګر عملاً مخکې له دې چې د حکم پلي کېدلو لپاره بندخونې ته ولاړ شم، د رسنیو د عدالت غوښتنې مسؤول ښاغلي قطبي له مسؤول مدیرانو سره یې ناسته جوړه کړې وه، د اعتماد ورځ پاڼې مسؤول مدیر ښاغلي حضرتي ته چې مخکې ماهم هلته کار کولو ویلي وو، چې دا مېرمن باید په ورځ پاڼه کې کار ونه کړي او حتا کار ګواښ ته رسېدلی وو، ما له دې چې ورځ پاڼې ته کوم خطر متوجه شي دا غوره وګڼله، چې کار ونکړم. البته د حکم له پلي کېدو دوه اونۍ وروسته یې زه وغوښتلم او بندخونې ته ولاړم».

« له ازادي وروسته هم مې د يوې مودې لپاره په شرق ورځ پاڼه کې کار وکړ چې بیاځلي هماغه لانجه جوړه شوه او د رسنیو عدالت غوښتنې برخې نیوکه وکړه او بیا هم زه په کور کېناستم. لومړی مې فکر کولو چې باید د لنډې مودې لپاره په ورځ پاڼه کې ونه اوسم، تر څو حساسیتونه کم شي، له همدې امله مې موضوع خبري نکړه، مګر اوس مې چې له ازادۍ څخه دوه کاله کېږي، بیکاره یم».

« په پای کې باید ووایم په هغه محکمه کې چې زما د دوهم ځل بندي کېدلو لپاره جوړه شوه، په قضایي ناسته کې قاضي پیر عباس له ما وپوښتل د زندان حکم درکړم یا له کار څخه د محرومیت؟ ما هم په ځواب کې وویل د محرومیت حکم ورنکړي، مګر عملا پرته له دې چې حکم وشي له کار څخه محروم يم».

نازنین خسروانی هم وضعیتی مشابه دارد. او که به شش سال زندان محکوم شده بود حکم محرومیت از فعالیت‌های رسانه‌ای ندارد، اما می‌گوید هنوز هیچ روزنامه‌ای از من دعوت به کار نکرده حتی دو جای فرهنگی غیر رسانه‌ای هم رفتم و حرف زدم مسئولان هر دوی آنها گفتند لطفاً به کسی نگویید قرار است اینجا کار بکنید. په ټوله کې څوک نه وایي چې ته ستونزه لري خو کار نه راکوي، ما تقریباً فکر کوم چې زما کار یې نه خوښېږي، البته وایي چې يادښت راکړه موږ حتما کار کوو، په ظاهره نه غواړي چې زه په تحریریه کې فزیکي حضور ولرم، مبادا پام راواړوم». 

هغه مخکې او په خپله شخصي فیسبوک پاڼه هم په دې اړه لیکلي وو: « دوه کاله کېږي چې ازاد یم؛ دوه کاله کېږي چې بیکاره يم‌. په لومړیو کې مې باور نه کېدلو ( اوس هم ډاډه نه یم) چې د ځينې امیتي، سیاسي او بندخونې او.... لاملونو له امله کار ته بلنه نه راکول کېږي. فکر مې کولو چې شاید زما کار نه خوښوي او نه یې مني. هغه چا چې له ما سره کار کړی پوهېږي، چې په خپله کاري حوزه متواضع نه یم، خو ځان هم لوی نه ګڼم. ډاډه وم او یمه چې کار مې له ځينې بوختو خبریالانو څخه ښه دی. ولی دلیل بیکاری‌ام را نمی‌فهمیدم. زما ملګري ټول پوهېدل چې زړه مې غواړي تحریریې ته بېرته راوګرځم. زما د خوښې مجلې مسؤول له خپرېدو وروسته شخصاً زما څخه د همکاري ژمنه واخيسته او په ژوره توګه یې لیوالتیا وښوده چې په ګډه کار وکړو او ټاکل شوې وه چې د جواز له اخيستلو سره سم ماته احوال راکړي، چې تر اوسه یې پته نه لګېږي. یو بل دوست هم وروسته له دې چې مایي د کار بلنې ته مثبت ځواب ورکړ، ورک شو او څو میاشتې وروسته مې واورېدل چې مسؤول یې مجله یو ورځ پاڼې لیکونکي ته چې دوه کاله کاري تجربه لري سپارلې ده. په ما پورې اړه نه لري خپله خوښه یې وه. په هغه هېڅ نیوکه نه شم کولای پرته له دې چې ولې یې دومره زما د کار د پیل نېټې، د معاش اندازې، د نشریې منځپانګې او... په اړه زما سره خبرې وکړې او وعدې یې راکړې؟!».

مېرمن خسرواني روښانه کړې وه: "این وسط‌ها یکی دو بار همکاران دورتر، وقتی فهمیدند که منع قانونی برای کار کردن ندارم، په دې منځ کې یو دوه ځلي لرې همکاران چې کله پوه شول زه له کار څخه قانوني منع شوی نه يم، د لورېینې له مخې یې راته وویل، چې هرو مرو به ما د نوې جوړې شوې فلانۍ او فلانۍ ورځ پاڼې لپاره مسؤول معرفي کړي او په ریښتیا یې هم همدا کار وکړ. خو بيا هم څه نوي ونه شول. زما لپاره چې تل به د همکارانو له مینې او لورېینې برخمن وم او د هرې نوې ورځ پاڼې په خبرېدو به کار لپاره بلنه راکول کېده، دا بې پامي ډېره عجیب وه. این ندیده شدن خیلی عجیب بود. په جرأت ویلی شم، چې پوره يوکال مې ذهن په دې بوخت وو، چې ولې مې څوک کار ته نه دعوتوي؟ د دې موضوع څرنګوالي راګیر کړی وم. البته يو قديمي ملګري او همکار په دې خبره زما سر خلاص کړ او ویې ویل، مسؤول یې زما له همکارۍ سره له دې امله چې زما له نوم حساس دي او ورځ پاڼې ته ستونزه پېښېږي، مخالف دی».

بهمن احمدي امویي د ۹۳ کال په لړم میاشت کې له پنځه کاله او څلور مياشتې بند وروسته د رجایي شهر له زندانه ازاد شو، خو د ایران فردا میاشتنۍ سره له دوه درې میاشتې همکارۍ وروسته د هېڅ ورځ پاڼې له خوا د کار بلنه ورنه کړل شوه، هغه له کار څخه د محرومیت حکم نه لري خو سربېره پر دې هم بیکاره دی.

هغه وضعیت چې مسعود باستاني هم ورسره مخ دی یوازې په دې توپير چې د خپل شپږ کلن محکومیت د پای ته رسولو سربېره یاد ورځ پاڼه لیکونکی په خپل حکم کې د درنې نقدي جريمې له امله د وثیقې سند او قرار له امله ازاد دی.

دا د هغو ډېرو ورځ پاڼو لیکونکو کیسه ده چې په ایران کې د خپلو مطبوعاتي فعاليتونو له امله بنديان شوي دي.

یو ایرانی ورځ پاڼه لیکونکی وایي: « کله چې يو ورځ پاڼه لیکونکي له بنده خوشې کیږي تمه لري چې د ورځ پاڼو له لوري هغه ته وړاندیز وشي يا هم کله چې دی په خپله يوې ورځ پاڼې ته ځي هرکلی یې وشي خو هغه څه چې پېښه شوي داسې دي چې په د ورځ پاڼې له لوري کوم و انديز کېږي او نه هم کله چې دی کومې ورځ پاڼې ته ورځي ترې هرکلی کېږي. که محرومیت شتون ونه لري، يعنې له قانوني اړخه له کار څخه د محرومیت حکم ونه لري، دا د ورځ پاڼې لیکونکي حق دی چې خپل کار ته وګرځي خو د ورځ پاڼو مسؤول مدیران د هغه ذهنیت له مخې چې لري يو داسې فکر کوي چې سمه ده دوی قانوني ممنوعیت مه لري خو دوديز ممنوعیت لري. څو ځلي د هغو لارښوونو شاهدان وو، چې د څارنوالۍ د چارواکو له لوري د پلانکۍ ورځ پاڼې د نه همکارۍ له امله صادر شوي لکه څنګه چې يې د ورځ پاڼو مسؤول مدیران نقلوي. يعنې هغه ورځ پاڼه لیکونکي چې له زندانه ازادېږي په یو ډول د مسؤول مدیرانو د ځان سانسورۍ له پدېدې سره مخ کېږي او هغوی غوره ګڼي چې له هغو کسانو سره کار وکړي چې د بند سابقه نه لري لکه ټاکنه چې کاري سابقه غواړي دوی هم فکر کوي چې دا ضریب د هغوی کاري ډاډ زياتوي».

یو با ورځ پاڼه لیکونکې وایي: « زه چې کله له ازادي وروسته ورځ پاڼې ته لاړم، داسې چلند یې وکړ چې نور دې خواوو ته رانشې، که غواړې له موږ سره کار وکړې باید مستعار نوم ولری او چاته ونه وایې چې له موږ سره کار کوې ما ونه منله. هېڅ د محروميت حکم نه لرم، دا بېرته راګرځي د ورځ پاڼو د مالکانو محافظه کارۍ ته او البته لږ هم راګرځي دې ته چې د ورځ پاڼې لیکنې فضا ډېر بدلون کړی دی». فرشته قاضي، بي بي سي