د « ۱۴۰۴ کال د افغانستان د کال خبریال» جایزې ته نوم لیکنه وکړئ

د « ۱۴۰۴ کال د افغانستان د کال خبریال» جایزې ته نوم لیکنه وکړئ

۱۴۰۴ د مرغومې ۳۰مه

د افغانستان د خبریالانو مرکز د «د افغانستان د کال خبریال» جایزې ديارلسم پړاو ترسره کوي، په هېواد کې دننه او بهر خبریالان کولای شي د یادې معتبرې جایزې ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

د افغانستان د کال خبریال جایزې بنسټ په ۱۳۹۲ کال کې هغه مهال، چې د کب میاشتې ۲۷مه نېټه د «خبریال د ورځې» په نوم ونومول شوه، کېښودل شو. له هغې مودې راهیسې د اووه ښځینه خبریالانو په ګډون ۲۷ خبریالانو یاده جایزه ترلاسه کړې ده.

د افغانستان د کال غوره خبریال جایزې ته د نوم ليکنې شرایط:

هغه خبريالان، خبري انځور اخیستونکي، ویاندویان، د خپرونو تولیدوونکي او سموونکي (ايډيټوران) چې باور لري سږ کال يې د خبریالۍ په ډګر کې ځانګړې لاسته راوړنې لرلې، په شرایطو برابر دي.

لاسته راوړنې کېدلی شي په لاندې ډول وي:

  • هغه څېړنيز راپور چې د بدلون او د ستونزې د حل په موخه د چارواکو د غبرګون لامل شوی وي؛
  • هغه راپور یا نوښت لرونکی رسنیز فعالیت چې د رسنیو د وضعیت یا د خبر رسونې د بهیر د ښه والي لامل شوی وي؛
  • د هغو حالاتو د روښانه کولو په اړه راپور يا رسنيز فعاليت، چې د رسنیو له سترګو پټ پاتې شوی وي؛
  • د سولې، یوبل منلو، بشري حقونو، مېرمنو او ماشومانو د حقونو په اړه راپور یا رسنیز فعالیت؛
  • له افغانستان څخه هغه راپور یا رسنیزه نوښتګره خپرونه چې د نورو رسنیو په تېره د نړیوالو رسنیو پام یې ځان ته را اړولی وي.

د غوښتنلیک شرایط:

لږ تر لږه په يوه کورنۍ، تبعیدي يا نړيواله رسنۍ کې کاري تجربه؛

  • هغه راپور، مطلب، ټاکلي رسنیز فعالیت او یا انځورونه چې رالېږل کېږي، باید د افغانستان په اړه وي؛
  • ټاکل شوی راپور، رسنيز فعاليت يا د پام وړ انځورونه بايد په ۱۴۰۴ کال کې په یوه کورنۍ یا نړیواله رسنۍ کې خپاره شوي وي؛
  • د سیالۍ ګډونوال باید افغان وي.

د غوښتنلیک سپارلو څرنګوالی:

د مهربانۍ له مخې د غوښتنې پر مهال لاندې ټکو ته پام وکړئ:

  • هره خبري رسنۍ کولی شي، دې سیالۍ لپاره یو خبریال نوماند کړي، یا غوښتونکی کولی شي په مستقیم ډول خپل غوښتنليک وړاندې کړي.
  • که راپور یا مقاله په چاپي رسنۍ کې خپره شوې وي، د هغې عکس یا اصلي فایل د PDF په بڼه راولېږل شي.
  • که راپور یا رسنیز فعالیت په غږیز یا انځوریزه بڼه وي، د هغې فایل او په هره رسنۍ کې چې خپور شوی وي، د هغې اړوند لینک راولېږل شي.
  • د اړوند راپور یا رسنیز فعالیت په اړه یوه لنډه (تر یو مخ پورې) توضیحي پاڼه، چې پکې د راپور ليکونکي د هويت، د اړوندې رسنۍ، د چمتو کولو پروسې، د راپور یا رسنیز فعالیت په جوړولو کې مرسته کوونکو کسانو، د احتمالي ستونزو او د خپرېدو نېټې په اړه بشپړ معلومات، شامل وي.

خپله غوښتنه د یادو شرایطو په پام کې نیولو سره لاندې (این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید) برېښنالیک ته واستوئ. په یاد ولرئ؛ هغه غوښتنلیکونه چې یاد شرایط یې په پام کې نه وي نیولي، د منلو وړ نه دي.

جایزه:

 د « افغانستان د کال خبریال» نښان او زر (۱۰۰۰) امريکايي ډالر

د افغانستان د کال خبریال به د کب میاشتې په ۲۷مه د خبریال ملي ورځې په ویاړ مراسمو کې معرفي او وستایل شي.

د غوښتنلیک د سپارلو وروستۍ نېټه: ۱۴۰۴ د سلواغې ۲۵مه د کابل پر وخت وروسته له غرمې ۴بجې