۱۴۰۱ د کب ۱
په سویډن کې د څېړنیزو خبریالانو ناسته کې د کډون لپاره لیوال خبریالان کولای شي چې د څېړنیزې خبریالۍ، معلوماتو ثبتولو، د څېړنیزې خبریالۍ غوره کړنلارو او یا د نوي ټکنالوژۍ سره د څېړنیزې خبریالۍ د سمون کړنلارو په برخه کې د ننګونو په تړاو خپلې څېړنيزې مقالې جوړې او واستوي.
د مقالې د منل کیدو او تایید په صورت کې به لیوال خبریال د ۱۴۰۲ کال د وږي له ۲۸مې تر ۳۱مې پورې د سویډن په ګوتنبرګ ښار کې د جوړېدونکې ناستې بلنلیک ترلاسه کړي.
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: د ۱۴۰۲ کال د وري ۷مه
په دې اړه د لا ډېرو جزئیاتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

