په سویډن کې د څېړنیزو خبریالانو ناستې لپاره رسنیزه بلنه

په سویډن کې د څېړنیزو خبریالانو ناستې لپاره رسنیزه بلنه

۱۴۰۱ د کب ۱

په سویډن کې د څېړنیزو خبریالانو ناسته کې د کډون لپاره لیوال خبریالان کولای شي چې د څېړنیزې خبریالۍ، معلوماتو ثبتولو، د څېړنیزې خبریالۍ غوره کړنلارو او یا د نوي ټکنالوژۍ سره د څېړنیزې خبریالۍ د سمون کړنلارو په برخه کې د ننګونو په تړاو خپلې څېړنيزې مقالې جوړې او واستوي.

د مقالې د منل کیدو او تایید په صورت کې به لیوال خبریال د ۱۴۰۲ کال د وږي له ۲۸مې تر ۳۱مې پورې د سویډن په ګوتنبرګ ښار کې د جوړېدونکې ناستې بلنلیک ترلاسه کړي.

د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: د ۱۴۰۲ کال د وري ۷مه

په دې اړه د لا ډېرو جزئیاتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.