مطبوعاتي انځوراخیستونکو ته د مالي مرستې ورکول

خبري انځوراخیستونکي کولای شي، له فوټوګرافي بنسټ له لوري د بشر پاله یا چاپېریالي انځوراخیستنې د پروژو د پلي کولو په موخه د ۵۰۰۰ ډالرو مالي مرستې لپاره غوښتنلیک وسپاري.
هغه انځوراخیستونکي چې عمر یې له ۲۱ کلونو پورته وي او د انځوریزو راپورونو په جوړولو کې ښه سابقه لري، د دې مرستې د ترلاسه کولو لپاره غوښتنه کولای شي.
د غوښتنلیک اسنادو کې باید د وړاندیز شوې پروژې د موخې په اړه یو مخیز لیک، د غوښتونکي د وضعیت او ژوند لیک په تړاو يو مخ ليکنه شامله وي او یاد اسناد باید په انګلیسي ژبه چمتو شوي وي.
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: د اپریل لومړۍ نېټه.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.