له مطبوعاتي انځوراخیستونکو ته بلنه ورکړل شوې، څو د مرستې رسونې او د فقر پر وړاندې مبارزې په تړاو سیالۍ کې ګډون وکړي.
د اروپا د خبریالۍ مرکز د اکسفام له ډلې، چې په نړۍ کې د فقر د له منځه وړلو لپاره کار کوي، سره په کډه د "په انځور یې ثبت کړئ" تر سرلیک لاندې د انځوراخیستنې سیالۍ جوړوي.
د دې سیالۍ موضوع مرسته رسونه ده. له انځوراخیستونکو غوښتل شوي، څو سیالۍ ته داسې انځورونه واستوي چې د فقر پر وړاندې د مبارزې، د عامې روغتیا د ښه والي، د زده کړو د ښه والي، د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو، د چاپېریال د ساتنې او د کرنې د پراختیا فعالیتونه وښيي.
د لومړۍ جایزې ګټونکی به له اکسفام څخه د سفر یوه بورس ترلاسه کړي، څو د دې ډلې د یوه روانې طرحې د پوښښ لپاره سفر وکړي. د دې نړیوالې سیالۍ دوهم، درېیم او څلورم ګټونکي به هر یو ۷۰۰ ډالر ترلاسه کړي.
هر ګډونوال کولای شي د ګډون لپاره اته (۸) انځورونه واستوي.
وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۱م کال د اکتوبر لومړۍ نېټه
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

