په مونتهنګرو جمهوریت کې د دوشکو یووانویچ بنسټ د نړۍ په کچه خبریالانو ته د یوې نړیوالې سیالۍ لپاره بلنه ورکړې ده.
وروستۍ نېټه: ۲۰۱۱ د اپریل ۱۹مه
د دوشکو یووانویچ جایزه هرو څلورو کلونو کې د ټولنیزې بېعدالتۍ پر ضد د څېړنیزو خبریالانو لاسته راوړنو د ستایلو لپاره ورکول کېږي.
د دې سیالۍ موخه کوتاه ګرو مېشتي دوشکو یووانویچ څېړنیز خبریال د یاد په درانه ګڼل دي، چې په ۲۰۰۴ کال کې د خپلو مطبوعاتي فعالیتونو له امله ترور شو.
خبریالان او خبري سازمانونه کولای شي خپل نوماندان د دې جایزې لپاره معرفي کړي.
په دې سيالۍ کې غوره شوي خبریال ته د ۲۷۹۰۰ ډالرو په اندازه نقدي جایزه ورکول کېږي.
په دې سيالۍ کې د نوم لیکنې لګښت د خبریالانو لپاره ۸۰ ډالره او د خبري سازمانونو لپاره ۱۹۵ ډالر ټاکل شوی دی.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

