په ایرکس نړیواله سیالۍ کې، مسلکي او اماتور انځوراخیستونکو ته د ګډون بلنه

د ایرکس مؤسسې مسلکي او اماتور انځوراخیستونکو ته بلنه ورکړې، څو د " د یوې غوره نړۍ جوړولو" تر سرلیک لاندې د انځور اخیستنې په نړیواله سیالۍ کې ګډون وکړي.
مطبوعاتي عکاسان کولای شي خپلې هنري اثار د سیالۍ له اوو برخو څخه يوې ته واستوي.
دغه برخې عبارت دي له: مدني ټولنه، د شخړو حل، زده‌کړه، جنسیت، د رسنیو پراختیا او د پرمختګ لپاره د ټکنالوژۍ کارونه.
د غوره اثر خاوند ته به ۱۰۰۰ ډالره جایزه ورکړل شي.
درې نورې جایزې به چې له ۲۵۰ تر ۵۰۰ ډالرو پورې ارزښت لري، نورو غوره انځوراخیستونکو ته وړکړل شي.
هر ګډونوال کولای شي پنځه انځورونه دې سیالۍ ته واستوي.
د اثارو د لېږلو وروستۍ نېټه د ۲۰۱۲ کال د مې ۱۵مه ده.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.