د انلاين خبریالۍ د دیارلسمې نړیوالې ناستې د امریکا د تګزاس ایالت په استین ښار کې، خبریالانو او څېړونکو ته د خپلو څېړنیزو مقالو د ورلېږلي بلنه ورکړې.
یاده علمي ناسته به د ۲۰۱۲ کال د اپرېل په ۲۰ او ۲۱مه نېټه د استین ښار په تګزاس پوهنتون کې ترسره شي.
یاډې مقالې کېدلای شي د آنلاین ژورنالېزم بېلابېل اړخونه لکه د خبري محتوا، د مدیریت بڼې او اخلاقي ننګونې په برخه کې وي.
غوره شوې مقالې به د کنفرانس په رسمي مجله کې خپرې شي.
د مقالو د لنډیز د لېږلو وروستۍ نېټه د دسمبر ۱۵مه ده.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

