کاروونکي کولی شي خپل نوماندان د وبلاګونو نړیوالې سیالۍ اتمی دورې ته، چې د دویچهوله له لوري ترسره کېږي، ور وپېژني.
دغه سیالي کې هغه ځانګړنه چې د BOBs سیالۍ له نورو بېلوي، لا هم پر ځای پاتې ده: د غوره وبلاګونو ټاکنه د کاروونکو د رایو او د غوراوي هلاوي د قضاوت له لارې ترسره کېږي.
یوازې د دې دواړو په ترکیب کې ګټونکي ټاکل کېږي، هغه کسان چې هم د خلکو د ملاتړ رایې لري او هم د متخصصینو پام ځان ته را اړوي.
د ۲۰۱۲ کال په غواړي پلاوي کې هم په سیالۍ کې د ۱۱ واړو ژبو د رسنیو متخصصین، بلاګران او د ټولنیزو شبکو فعالین ګډون لري.
یاد پلاوي د مې میاشتې په لومړۍ نېټه په برلین کې غونډه کوي څو په خپلواکه نظر او رایه د سیالۍ په شپږو عمومي موضوعاتو کې ګټونکي اعلان کړي.
د فارسي برخې غړی، ډاکتر آرش آبادپور، د «کمانگیر» دی. «کمانگیر» د فارسي ژبې وبلاګونو لیکونکو ټولنې لپاره یو پېژندل شوی او د باور وړ نوم دی. د بېلابېلو احصایوي معلوماتو پر بنسټ، د هغه وبلاګ د هغو شلو وبلاګونو په کتار کې دی چې تر ټولو ډېر لیدونکي لري.
د ښوونې او کلتور موضوع
د تېر په څېر، سږ کال هم سیالي ۱۷ موضوعات لري. شپږ یې عمومي دي او په هغو کې د ټولو ژبو نوماندان د یو بل پر وړاندې سیالۍ کوي، د یادو شپږو موضوعاتو ګټونکي د غواري پلاوي او د خلکو د رایو له لارې ټاکل کېږي.
سربېره پر دې، په نورو ۱۱ موضوعاتو کې به هره ژبه خپل ۱۱ نوماندان ولري، چې ګټونکي به یې یوازې د انلاین عمومي رایې ورکونې له لارې وټاکل شي.
د سږ کال ځانګړې جایزه هغو وبلاګونو او وېبپاڼو ته ورکول کېږي، چې اصلي فعالیت یې د ښوونې او کلتور په برخه کې وي. «ښوونه او کلتور» د سږ کال د رسنیو نړیوالې ناستې اصلي موضوع ده، چې هر کال د المان په بن ښار کې د دویچهوله له خوا ترسره کېږي.
نوم لیکنه وکړئ!
هیله ده چې د مارچ میاشتې تر ۱۳مې پورې ګڼ شمېر د فارسي ژبی وبلاګونه د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي. د نوماندانو لېست به وروسته د غواري هلاوي په واک کې ورکړل شي څو د ټولو ۱۷ موضوعاتو وروستي نوماندان وټاکي.
خپل نوماندان د لاندې ټولنیزو شبکو له لارې معرفي کړئ: Facebook، Twitter، Vkontakte، Sina Weibo او OpenID. لکه څنګه چې لیدل کېږي، د تېر کال په پرتله د ټولنیزو شبکو شمېر ډېر شوی دی.
اړینه یادونه: هر بلاګ یوازې یو ځل نوماند کړئ. د یو کاروونکي له خوا د یوه بلاګ څو ځلې نوماندول د هغه د بریا چانس نه زیاتوي.
د سیالۍ مهالویش
د نوماندۍ پړاو: د فبرورۍ له ۱۳مې د مارچ تر ۱۳مې
انلاین رای اچونه: د اپریل له ۲مې د مې تر ۲مې
د ګټونکو اعلان د مې میاشتې په ۲مه نېټه
د شپږو عمومي موضوعاتو د ګټونکو ته د جایزو ورکړه، د جون په ۲۶مه په بن ښار کې د رسنیو نړیواله ناسته کې، ترسره کېږي.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

