ښاري خبریالان کولای شي خپلې غږیزې او ویډیویي جوړې شوې لیکنې او اثار، چې د مدني مشارکت او د نسلونو ترمنځ د پیوستون په اړه وي، د یوې نړیوالې سیالۍ لپاره راولېږي.
د ښاري رسنۍ د دوهمې نړیوالې سیالۍ جوړونکو له ښاري خبریالانو، ټولنو او ډلو، غیر دولتي بنسټونو، د مدني ټولنې له طرحو، تولیدوونکو او هنرمندانو غوښتي دي چې خپل غوره اثار ور ولېږي.
راالیږل کېدونکي اثار کېدای شي لنډ فلم، تلویزیوني فلم، ویډیويي پاډکست، راډیويي پاډکست او یا راډیويي پروګرام وي.
د ویډیويي اثارو د برخې لومړۍ جایزه ۱۳۳۰ ډالره ده او د راډیويي برخې لومړۍ جایزه ۴۰۰ ډالره اعلان شوې ده.
هغه اثار چې په انګلیسي ژبه نه وي، باید له سبټایټل سره یو ځای واستول شي.
راالیږل شوي اثار باید د ۲۰۱۱ د اګست له میاشتې د ۲۰۱۲ تر جولای پورې تولید شوي وي.
د لېږلو وروستۍ نېټه د جولای ۳۱مه ده.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

