۱۳۹۲ د سلواغې ۱۹مه
د المان نړیوال راډیو او تلویزیون دویچهوله، د BOBs لسمه دوره پیل کړې ده، چې له مخې یې هغه کسان او پروژې ستایل کېږي چې په انټرنیټ کې یې د بیان د آزادۍ، بشري حقونو او د مدني ټولنې د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
دا سیالۍ د فارسي په ګډون په ۱۴ ژبو کې ترسره کېږي.
څوک کولای شي نوماند شي؟
هغه سایټونه ته لاسرسی چې نوماند کېږي، باید ټولو ته خلاص وي او پاسورډ ونلري. د “غوره وبلاګ” له موضوع څخه پرته کې یوتزې وبلاګونه نوماند کېدای شي، په نورو برخو کې تاسو کولی شئ هر ډول ویبسایټ، یوتیوب چینل، فیسبوک پاڼه، مایکروبلاګ یا پادکاسټ په هره بله برخه کې نوماند کړئ.
«بهرنۍ ژبه» جوته ګټه!
د نوم لیکنې له وروستۍ نېټې وروسته، د ټولو نوماندانو نومونه د غوراوي نړیوال پلاوي ته وړاندې کېږي. دا ۱۵ کسیزه پلاوي په لومړي پړاو کې نوماندان ارزوي او بیا غوره نوماندانو نومونه د وروستي پړاو لپاره اعلانوي، د هرې ژبې لپاره یو کس د غوراوي پلاوي غړی دی، د غوراوي پلاوي لپاره د هغو نوماندانو پېژندنه او غوره کول اسانه کېږي، چې د خپلې اصلي ژبې ترڅنګ په بلې ژبه (لکه انګلیسي) هم په خپل ويب سایټ کې د خپلې دندې په اړه معلومات وړاندې کړي.

