د نشنل جیوګرافیک له‌خوا انځوراخیستونکو ته له ښارونو څخه د انځوراخیستنې سیالۍ کې د کډون بلنه

د امریکا د ملي جغرافیې ټولنې (نشنل جیوګرافیک)، مسلکي او اماتور انځوراخیستونکو ته د انځوراخیستنې په یوه سیالۍ کې د ګډون بلنه ورکړې.
د دې سیالۍ موضوع له ښارونو څخه انځوراخیستنه ده او غوره انځورونه به د نشنل جیوګرافیک د مارچ میاشتې په خپرنۍ کې خپاره شي.
را لېږل شوي انځورونه به د نشنل جیوګرافیک د مسؤول مدیرانو له‌ خوا وڅېړل شي او بیا به د دې ټولنې څارونکي غوره عکسونه وټاکي.
وروستۍ نېټه: ۲۰۱۲ د فبرورۍ ۱۴مه
د سیالۍ له شرایطو څخه د خبرېدو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.