له مطبوعاتي انځوراخیستونکو لپاره د ګتي مؤسسې ۲۰ زره ډالري مرسته

ګټي مطبوعاتي انځوراخیستونکو ته بلنه ورکړې، چې د خپلو انځوریزو پروژو د پلي کولو لپاره د ۲۰ زره ډالري مرستې د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه وسپاري.
دغه مالي مرسته د ټولنیزو، سیاسي او کلتوري اغېزمنو راپورونو د مالي ملاتړ لپاره، پنځه مطبوعاتي انځوراخیستونکو ته ورکول کېږي.
مسلکي عکاسانو او د دې برخې زده کړیالانو ته بلنه ورکړل شوې، چې خپل وړاندیزونه، وړاندې کړي.
د اثارو د لېږلو وروستۍ نېټه د ۲۰۱۲ کال د مې میاشتې لومړۍ ده.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.