خبریالان کولای شي په چاپیریالي برخه کې د راپور ورکونې طرحو لپاره د ۳۵۰۰ ډالري مالي مرستې د ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي.
دا مالي مرسته د چاپیریالي خبریالانو ټولنې له خوا ورکول کېږي او موخه یې داده، چې د هغو خبریالانو د چاپیریال اړوند پروژو د پلي کولو لګښتونه برابرول دي چې په دې برخه کې مالي ستونزې لري.
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: ۱۳۹۱ د غبرګولي ۲۶
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

