د پولیټزر مرکز له خوا د بحران راپور ورکونې طرحو لپاره مالي مرسته

هغه خبریالان چې د بحران راپور ورکونه کې علاقه لري، کولای شي د خپلو وړاندیز شویو طرحو د لګښتونو د پوره کولو لپاره ۷۵۰۰ ډالره د پولیټزر له مرکز څخه ترلاسه کړي.

دا مالي مرسته هغو طرحو ته ورکول کېږي چې د امریکايي رسنیو له خوا د هغوی په اړه لږ اطلاع رسونه شوې وي.

د دې مالي مرستې غوښتونکي باید په انګلیسي ژبه بشپړ تسلط ولري.

د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: ۲۰۱۳ د فبروري ۱۵مه

د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ