د خبریالۍ نړیوالې جایزې د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک وسپارئ

خبریالان، د دې برخې استادان، زده کړیالان او د اړیکو کارپوهان کولای شي د خبريالۍ نړیوالې جایزې «نایت» لپاره خپل نوماندان معرفي کړي.
دا جایزه د نړیوالو خبریالانو مرکز په وسیله هغو خبریالانو ته ورکول کېږي، چې د خپلو ټولنو د خلکو لپاره اغېزناک تمام شوي وي.
په منځني ختیځ، افریقا، آسیا، ختیځه اروپا او لاتیني امریکا کې خبریالان، د خبر د برخې مسؤولین، مدير مسؤولان، مطبوعاتي انځوراخیستونکي او ښاري خبریالان کولای شي د نایت معتبرې جایزې ترلاسه کولو ته نوماند شي.
په هغه مراسمو کې چې د نومبر پر ۱۳مه به په واشنګټن کې ترسره شي، هر بریالي نوماند ته ۳۰۰۰ ډالر نغدي جایزه او یو بلوری «ښیښه‌یي» جام ورکول کېږي.
د نوماندانو د معرفي وروستۍ نېټه: د فبرورۍ ۲۷مه.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.