د انځوراخیستنې نړیوال سازمان او سوني شرکت له لوري د انځوراخیستنې سیالۍ

له مسلکي او اماتور انځوراخیستونکو څخه بلنه شوې چې د نړۍ په کچه د انځوراخیستنې په هغو سیالیو کې برخه واخلي چې د سوني شرکت او د انځوراخیستنې نړیوال سازمان له خوا ترسره کېږي.
دا سیالي په پنځو برخو کې مسلکي انځوراخیستنې، د ځوانانو انځوراخیستنې، متحرکه انځوراخیستنې، محصلینو انځوراخیستنې او ازادې انځوراخیستنې، ترسره کېږي.
غوره شوي انځوراخیستونکي به د پنځه زره (۵۰۰۰) ډالرو جایزه ترلاسه کړي او په لندن ښار ته د جایزو د وېش په مراسمو کې به د ګډون لپاره به وربلل شي.
وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۲ کال د جنوري څلورمه
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.