د راډیویي ویاندانو لپاره نړیوال کنفرانس

شنبه، ۱۳۸۹ د زمري ۲۳
وروستۍ نېټه: 2010/11/08
د نړیوالو سیمه‌ییزو راډیوګانو د ویاندانو ټولنې د ټوله نړۍ د راډیوګانو ویاندانو ته بلنه ورکړې چې د دې ټولنې په کلني کنفرانس کې ګډون وکړي.
د راډیو ویاندانو د نړیوالې ټولنې لسم کنفرانس به د روان کال د نومبر له ۸مې تر ۱۳مې نېټې پورې د ارجنټاین په پلاتای ښار کې ترسره شي.
تمه کېږي چې له ۴۰۰ څخه زیات ویاندانو او د راډیوګانو کارکوونکو په دې کنفرانس کې برخه واخلي.
د رسنیزو مهارتونو لوړول، د سیمه‌ییزو رسنیو د فعالیت ښه کول او د رسنیو د ودې د اسانتیا لپاره د قانوني چاپېریال د رامنځته کولو ستراتیژیو څېړل، د دې کنفرانس له موخو څخه دي.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.