د نړۍ په کچه د ورځپاڼو رئیسانو او مسؤول مدیرانو ته بلنه ورکړل شوې، څو د ورځپاڼو په نړیواله کنګره او نندارتون کې چې په اتریش کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.
د ورځ پاڼو نړیوالې اونۍ مراسم، چې په ویین ښار کې ترسره کېږي، پکې د ورځپاڼو نړیواله کنګره، د ورځپاڼو نړوالې ټولنې نندارتون او د رئیسانو نړیواله ناسته شامله ده.
د ترسره کېدو نېټه: د ۱۳۹۰ کال د میزان له ۱۸مې څخه تر ۲۳مې - د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر له ۱۰مې څخه تر ۱۵مې
په دې پروګرامونو کې به لاندې موضوعات تر بحث لاندې ونیول شي: د رسنیو انقلاب او ټولنیزې شبکې، ویکيلیکس، د برېښنايي لیکدړو کارونه، د عاید لرونکي برېښنايي منځپانګې او د خبریالۍ راتلونکی.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

