خبریالان او د دې برخې ښوونکي کولای شي د نړیوالې خبريالۍ په برخه کې خپل نوماندان د کورت شورک کلنۍ جایزې لپاره وروپېژني.
دا جایزه هغو نړیوالو او سیمهییزو ازادو خبریالانو ته ورکول کېږي، چې د اطلاع رسونې لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.
یاده جایزه د امریکایي خبریال کورت شورک په یاد کې ورکول کېږي. ښاغلی شورک په کال ۱۳۸۰ (۲۰۰۰ زېږدیز) کې د سیرا لئون کورنۍ جګړې په اړه د راپور جوړولو پر مهال ووژل شو.
د کورت شورک نړیواله جایزه هر کال دوه کسانو ته ورکول کېږي، یو نړیوال ازاد خبریال او په کړکېچنو سیمو کې یو سیمهییز ازاد خبریال.
د ګډون لپاره وروستۍ نېټه: ۱۳۹۰ د غبرګولي ۱۱مه / ۲۰۱۱ د جون لومړۍ
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

