د څېړنيزې خبریالۍ نړیواله سیالۍ کې د ګډون بلنه

د نړۍ خبریالان کولای شي د خپلو څېړنيزو اثارو په وړاندې کولو سره د دانیل پرل څېړنيزې خبریالۍ په نړیواله سیالي کې ګډون وکړي.
د څېړنيزو خبریالانو نړیوال کنسرسیوم د دانیل پرل جایزه، په نړیواله څېړنیزه حوزه کې فعالیت ته خبریالانو هڅونې لپاره ځانګړې کړې ده.
دانیل پرل د وال سټریټ ژورنال خبریال و، چې په ۲۰۰۲ کال کې په پاکستان کې د خپل ماموریت پر مهال د سخت دريځو وسلوالو له خوا ووژل شو.
وړاندي شوي راپورونه باید فرامرزي ( د له سرحدي کرښو ور هاخوا) وي.
له دوو وروستیو بریالیو څخه به یو د امریکا د فعال خبریال یا خبري سازمان وي او بل به د کوم بل هېواد خبریال یا خبري سازمان وي.
هر یو له وروستیو دوه بریالیو څخه به پنځه زره ډالره ترلاسه کړي.
پنځه غوره نور نوماندان به هم هر یو زر ډالره ترلاسه کړي.
وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۱ کال د جولای لومړۍ نېټه.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.