په سویلي افریقا کې د انځوراخیستنې نړیواله سیالي

د چاپېریال په اړه د غوره انځور سیالي د سویلي افریقا په پرتوریا کې ترسره کېږي.
د نوم لیکنې وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۰ د اکتوبر ۱۹.
مینه وال کولای شي د انسان او اوبه، ټکنالوژي او اوبه یا اوبه او چاپېریال په برخو کې خپل انځورونه وړاندې کړي.
وروستی ګټونکی به یوه پرمختللې کامره او نورې جایزې چې ارزښت یې پنځه زره یورو (۶۴۰۰ ډالره) کېږي، ترلاسه کړي.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.