ځوان خبریالان چې د دموکراسۍ دودولو ته لیوالتیا لري، کولای شي د مقاله لیکنې په یوه نړیواله سیالۍ کې، چې په همدې موخه ترسره کېږي، ګډون وکړي.
د اثارو د لېږلو وروستۍ نېټه د ۲۰۱۰ د اکتوبر ۱۸مه ده او د دوو وروستیو ګټونکو نومونه به د ۲۰۱۱ د فبروري په میاشت کې اعلان شي.
د دموکراسۍ لپاره د ځوانانو نړیوال غورځنګ دغه سیالي د دې لپاره ترسره کوي چې د دموکراسۍ په دودولو کې د ځوانانو ونډه پراخه کړي.
سپارل شوې مقالې هغه لارې لټوي چې د ځوانانو له لارې د بشري حقونو او دموکراسۍ خپرېدل تضمین کړي.
ګټونکي به په لیتوانیا کې د دموکراتیکو ټولنو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې، چې د راتلونکي کال د جولای په میاشت کې جوړېږي، ګډون وکړي.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

