تجربه لرونکي خبریالان چې غواړي د تاوتریخوالو د راپور ورکولو او له رواني زیان سره د مقابلې په برخه کې خپلې وړتیاوې لوړې کړي، کولی شي د خبريالۍ مرکز او تروما دارت لپاره غوښتلینک وړاندې کړي.
دا بورس هر کال د دارت مرکز له لوري، چې د امریکا د کولمبیا پوهنتون د خبريالۍ تکمیلي زده کړو پوهنځي اړوند دی، له ۱۰ تر ۱۵ خبریالانو ته ورکول کېږي.
د روزنیز پروګرام د ترسره کېدو وخت: د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر له ۲۲مې تر ۲۶مې
د نوملېکنې وروستۍ نېټه: د جولای ۲۰مه
د نورو معلوماتو لپاره دې دې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

