خبریالان کولای شي د امریکا په تحریریو کې د یو شپږ میاشتني مطالعاتي فرصت لپاره نوم لیکنه وکړي.
۱۰ غیر امریکایي خبریالان به په ۲۰۱۲ کې د آلفرد فرندلی مطبوعاتي بورسیه ترلاسه کړي، څو د شپږو میاشتو لپاره د امریکا د نوموتو رسنیو په تحریریه ټیمونو کې کار وکړي او د بېلابېلو خبري حوزو لکه اقتصاد، روغتیا او څېړنيزې خبريالۍ له پوښښ سره بلد شي.
غوښتونکي باید په انګلیسي ژبه مسلط وي، له ۲۵ څخه تر ۳۰ کلونو پورې عمر ولري او درې کاله د مطبوعاتي خبريالۍ کاري سابقه ولري.
وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۱ کال د اګست ۱
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ

