هاروارد پوهنتون د نړۍ په کچه پیاوړو او نوموتو خبریالانو ته بلنه ورکوي، څو د دې پوهنتون د یوې څېړنیزې دورې لپاره غوښتنلیکونه وسپاري.
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ ۱
برېالي شوي خبریالان به یو سمستر د هاروارد په "جان شرنستین" مرکز کې د مطبوعاتو، سیاسي چارو او د دولتونو د تګلارو ترمنځ د اړیکو په اړه څېړنې او تحقیق ترسره کړي.
غوښتونکي باید په انګلیسي ژبه بشپړ تسلط ولري او د خپلې کاري او تعلیمي سابقې یوه کاپي، د خپلې څېړنیزې طرحې لنډیز سره یو ځای، وسپاري.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.

