د کیوني مرکز له هغو څېړونکو، په ځانګړي ډول له نوو فارغ شویو د دوکتورا او ماستري زده کړیالانو ته، چې د دیجیټالي خبریالو په اړه څېړنې ته لېوالتیا لري، بلنه ورکوي چې په نیویورک کې د دې مرکز یو کلن څېړنیز فرصت لپاره غوښتنلیکونه وسپاري.
د ډیجیټلي ژورنالېزم، مخابراتو، د ماشومانو د ودې، ښوونیزو علومو، ارواپوهنې او کمپیوټر ساینس متخصصین کولی شي د دې څېړنیز فرصت لپاره غوښتنه وکړي.
دا څېړنیز فرصت یو کال دوام مومي او منل شوي کسان به د ژوند لګښتونو لپاره په یاده موده کې ۵۰ زره ډالره تر لاسه کړي.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ

