په مصر کې د علمي خبریالانو نړیوال کنفرانس ته بلنه

د علمي خبریالانو نړیوال کنفرانس د جولای له ۲۷مې تر ۲۹مې نېټې پورې د مصر په پلازمېنه قاهره کې ترسره کېږي.

خبریالان، زده کړیالان او د عامه اړیکو متخصصین کولای شي په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

د علمي خبریالۍ د مهمو موضوعاتو لکه د اقلیم د بدلون موضوع، په اړه د مقالو وړاندې کولو سربیره، د دې کنفرانس په ترڅ کې به څو نور روزنيز پروګرامونه لکه د ډیجیټال خبریالي هم جوړ شي.

د نوم‌لیکنې وروستۍ نېټه: د ۲۰۱۱ کال د مارچ ۱۵مه

د نوم‌لیکنې او نورو معلوماتو لپاره دې لاندې پتې ته سر ورښکاره کړئ.