کلنی راپور-۱۴۰۰

 

په ۱۴۰۰ کال کې د رسنيو او خبريالانو د وضعيت په اړه د افغاستان خبريالانو مرکز او د افغانستان خپلواکو خبريالانو ټولنې ګډ راپور

۲۵ کب ۱۴۰۰

کابل – د افغانستان دخبريالانو مرکز ( AFJC) او د افغانستان د خبريالانو خپلواکې ټولنې (AIJA) د خبريالانو د ملي ورځې د را سېدو په مناسب (۲۷ کب)، په افغانستان کې د خبريالانو او رسنيو د وضعيت په اړه خپل ګډ کلنی راپور خپور کړ. د دې راپور موندنې د دوه مخکنيو دورو او د زمري له ۲۴ وروسته، يعنې د جمهوري حکومت په دوره او د «اسلامي امارت» د دورې په حاکميت ويشل شوې دي.

په ۱۴۰۰کال کې، د خبريالانو او رسنيو پر وړاندې د تاوتريخوالي لږ تر لږه ۱۱۷ پېښې چې له جملې يې د خبريالانو او د رسنيو د کارکونکو وژنه پکې شامله ده د رسنيو او خبريالانو د دې دوه ملاتړي بنسټونو له لوري ثبت شوي دي، چې د ۱۳۹۹ کال د ۱۱۴ پېښو سره په مقایسه کولو یې د لیدو وړ تغیر نه درلود؛ مګر د دواړو دورو «جمهوريت او امارت» د پېښو په پرتلنې سره په ۱۴۰۰ کال کې د امارت د حاکميت په دوره کې د خبريالانو او د رسنیو کار کوونکو پر وړاندې تاوتريخوالی دوه برابره ډېر شوی دی او د خبريالانو او خپلواکو رسنيو لپاره کاري فضا محدوده شوې ده او له ځان سره یې بې مخینې ویره او خود سانسوري درلودله.

د دې راپور موندنې ښايي چې په ۱۴۰۰ کال کې، په هېواد کې لږ تر لږه څلور خبريالانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د ارینا نیوز خبریال مینا خیري او د رویټرز خبریال دانش صدیقي د جمهوري حکومت په دوره کې کې وژل شوي دي. اغلې خيري د يو بمي چاودنې له امله چې په داعش ډلې پورې يې تړاو درلود په کابل کې ووژل شوه او دانش صديقي هم په کندهار کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو د جګړې په دوران کې ووژل شو چې طالبان په دې پېښه په لاس لرلو تورن شوي دي. همدارنګه د  رها خبري اژانس ريپورټر علي رضا احمدي او د جهان صحت تلويزون خبرياله نجمه صادقی د جمهوري حکومت له سقوط وروسته، د اسلامي امارت په دوره کې د کابل په هوايي ډګر کې د مرګونې چاودنې له امله چې داعش ډله يې په ترسره کولو تورنه شوې وه، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دې ترتيب، په روان کال کې د رسنيو ټولنې د قربانيانو شمېر، په ۱۳۹۹ کال کې د ۱۱ خبريالانو او رسنيو کارکونکو د وژل کېدو په پرتله، د پام وړ کموالی کړی دی؛ خو د تاوتريخوالي له اړخه بيا د افغانستان د رسنيو ټولنه په ۱۴۰۰ کال کې ، د خپل رسنيز کار په دوران کې ډېر متفاوت کال او بې مخينې او پرمخ ډېرېدونکی تاوتريخوالی او محدوديت تجربه کړی دی.

په ټوله کې د ۱۴۰۰ کال په لومړيو (جمهوري حکومت دورې کې) د خبريالانو پر وړاندې ۳۳ نورې پېښې ثبت شوي چې ۱۵ يې د ګواښلو او سپکاوي، اته يې د وهلو ټکولو او فزيکي تاوتريخوالي، پنځه پېښې يې د نيونې، درې د ټپي کیدو او دوه يې د خبريالانو د تښتولو په اړه ثبت شوي دي چې په دې کې  په ۱۲ پېښو کې نامعلوم کسان او زور واکي، ۱۲ دولتي چارواکي او نهه نورو پېښو کې په لاس لرلو طالبان تورن شوي او یا شک ورباندې کېږي.

مګر؛ د کال په پاتې نورو اووه مياشتو، يعنې د اسلامي امارت په دوره کې ثبت شوو پېښو کې تر ډېره د اسلامي امارت د امنيتي ځواکونو له لوري د نيونې او فزيکي تاوتريخوالي پېښې شاملې دي. د دې راپور پر بنسټ، په دې دوره کې له يو نه تر څو ساعتونو او حتی تر يوې مياشتې د خبريالانو د موقتي نيونې لږ تر لږه ۶۶ پېښې ثبت شوي دي چې په دې نيونو کې تر ډېره فزيکي تاوتريخوالی او سپکاوی او حتی د خبريالانو شکنجه کول هم شامل و.په دې موده کې په نورو ثبت شویو پېښو کې اسلامي امارت ته د منسوبو ګواښونو پنځه، د نامعلومو کسانو له خوا د خبریالانو د وهلو درې قضیې، د نامعلومو کسانو له خوا د خبریالانو د ټپي کېدو درې پېښې او د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د خبریالانو د وهلو درې پېښې شاملې دي.

د افغانستان دخبريالانو مرکز او د افغانستان د خبريالانو خپلواکې ټولنې د ګډ راپور پر بنسټ، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له سقوط وروسته د روان کال د زمري مياشتې په ۲۴مه، سلګونه نارينه او ښځينه خبريالانو هېواد پرېښی دی او په سلو کې له ۴۰  سلنه ډېرې رسنۍ (۵۷۸ راډيو، تلويزون، خبري ويبسايټ او چاپي رسنيو) په ځانګړي ډول غږيزې، انځوريزې او چاپي رسنيو د اقتصادي ستونزو او کاري محدوديت له امله تړل شوي دي. سربېره پر دې په سلو کې ۳۰ سلنه نورې رسنۍ هم د تړل کېدو په حال کې دي او په ورځ او يا اونۍ کې په وقفه يي ډول يوازې څو ساعته فعاليت کوي.

د رسنيو او خبريالانو د ملاتړ د دې دواړو بنسټونو په کلني راپور کې راغلي دي چې د اسلامي جمهوري دولت له سقو وروسته د خبريالانو او د رسنيو کارکونکو پر وړاندې دګواښ او ويرې د بې مخينې پېښو سربېره، په هېواد کې اطلاعاتو ته لاسرسی هم په جدي شکل محدودی شوی او خبريالان په ځان سانسورونې مجبور شوي دي.

همدارنګه، د خبريالانو د صحي او کاري بيمې نشتوالي ترڅنګ، اقتصادي ستونزه بله هغه مسله ده چې د هېواد رسني او خبریالان ورسره د تېر يو کال په موده کې مخ وو. دا وضعيت د وروستيو بدلونونو په لړ کې، په هېواد کې د نړيوالو مرستو او همدارنګه د سوداګريزو اعلانونو د کموالي په صورت کې، په پام وړ توګه ډېر شوی دی او ډېر شمېر خبريالان بې روزګاره شوي دي، د هغوی تنخوا کمه شوې او يا حتی د څو مياشتو تنخوا يې نه ده اخيستې. د رسنيو د برېښنا د لګښت لوړ مصرف، د فعاليت د جواز په تمديد کې ستونزې او مالياتي جرايم نورې هغه مسلې دي چې پر رسنيو د فشار او بحراني شرايطو د ډېروالي سبب ګرځېدلي دي او پر رسنيو او خبريالانو د وضع شويو محدوديتونو او تاوتريخوالي ډېرېدل به د هېواد د رسنيو ټولنې د کوچني کېدو سبب شي.

مګر، د اسلامي امارت په دوره کې پر خپلواکو رسنيو او خبریالانو د فشار زیاتوالي تر څنګ، په دې دوره کې ځينې مثبت موارد هم ثبت شوي دي. د رسنيو ټولنې د قربانيانو شمېر کموالی چې په ۱۳۹۹ کال کې ۱۱ او په ۱۴۰۰ کال کې څلور تنه دي، يو مثبت بدلون دی. په ورته وخت کې د ټولیزو رسنيو د قانون د تاييد پر بنسټ او رسنیزو شکاياتو ته د رسېدو کمیسون بیا د رامنځ ته کولو لپاره د اسلامي امارت اعلان، پر خبريالانو د امنيتي ځواکونو د خپلسرو اقداماتو د مخنيوي او د قانون له لارې د خبريالانو شکايتونو د رسېدو په لاره کې د قدر وړ دی.

همدارنګه په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له لوري د وزارتونو او اړونده ادارو لپاره د ویاندویانو د ټاکلو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې معلوماتو ته د خبریالانو د لاسرسي په برخه کې د اړیکو ښه والی او هغوی سره همکاري او همغږي پرمختګونه ګڼل کېږي؛ مګر دا هڅې ډیرې کمرنګې دي او د رسنیو او خبریالانو د حالت ښه والي لپاره یې د اړتیا وړ اغیر نه درلود.

د افغانستان دخبريالانو مرکز او د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنه پر دې باور دي چې د اسلامي امارت په دوره کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرېدو، پر رسنيو د پر مخ ډېرېدونکي فشار او د رسنيو لپاره د کاري فضا محدودیت ته په پام سره، لازمه ده چې د امارت چارواکي د اړوند قوانینو په ځانګړې توګه د ټولیزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تائید او عملي کیدو لپاره خپله پرېکنده سیاسي ژمنه اعلان کړي.

په ورته وخت کې له خبریالانو او رسنیو څخه د ملاتړ دا دوه بنسټونه وړاندیز کوي چې د حکومت او رسنیو ګډه کمیټه چې له دې وړاندې د جمهوري دولت پرمهال د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي لپاره جوړه شوې؛ بیا ځل فعاله کړي.