په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د خپلواکۍ حالت
پیژندنه
د افغانستان مخ پر ودې رسنیزه ټولنه د ۲۰۲۱ کال تر بدلون وروسته د افغانستان د نظام یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
په تېرو دوو لسیزو کې له ډېرو جګړو او ناکراریو او د لږ تر لږه ۱۲۷ خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو له وژل کېدو سره سره، ازادو رسنیو خپل کار ته دوام ورکړ او هم یې د کیفیت او شمېر له اړخه وده وکړه.
د بې پولې خبریالانو سازمان د ارزونو پر بنسټ، تر تېر کال پورې په افغانستان کې د بیان او رسنیو د ازادۍ کچه د ګاونډیو او حتی د سیمې د ډېرو هېوادونو په پرتله لوړه وه.
د ۲۰۲۱ کال په لومړیو میاشتو کې چې په هېواد کې مرګونو بریدونو او چاودنو زور اخیستی و، د حکومت او طالبانو ترمنځ سولې ته تر بل هر وخت هیله مندي زیاته شوې وه او تمه کېده چې که د سولې طرحه بریالۍ شي، د هېواد ځینې مهمې لاسته راوړنې په ځانګړې توګه د بیان ازادي او د رسنیو ازادي به خوندي شي.
له دې سره سره په هیواد کې د سولې لپاره د هیله مندۍ کوم څرک نه و او جمهوري نظام په چټکۍ سره د سقوط په لور روان شو او بالاخره د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې سقوط شو.
دغه سقوط چې له پراخو داخلي بدلونونو او له افغانستان سره د نړۍ د سیاسي او اقتصادي تعامل له بندېدو سره مخ شو، د هېواد نیم ژواندی او مصرفي اقتصاد چې په نړیوالو مرستو پورې تړلی و، له سقوط سره مخ شو.
د دې ناڅاپه بدلون یوه لویه پایله له هیواده د مغزو تېښته وه، د مغزو په تېښته کې د سلګونو ژورنالیستانو او رسنیو د کارکونکو وتل او په هیواد کې د نږدې نیمایي فعالو رسنیو تړل شامل وو چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په لومړیو میاشتو کې رامنځ ته شول.
په ۲۰۲۲ کال کې په هېواد کې پر رسنیو او خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د «اسلامي امارت» بندیزونه، نیونې، ګواښونه او فشارونه نه یوازې دا چې کم نه شول، بلکې د ۲۰۲۱ کال په پرتله له بې ساري زیاتوالي سره مخ شول.
امنیتي بنسټونه په ځانګړې توګه د استخباراتو ریاست او همدارنګه د امربالمعروف وزارت په مستقیم او غیر مستیقم ډول د خبریالانو - د بندي کولو، ګواښلو او ډارولو- د رسنیو او بیان ازادي د ځپلو بهیر پرمخ یووړ.
د اسلامي امارت له لوري د خبریالانو پر وړاندې له تاوتریخوالي او ګواښونو سره مل نیول دا ښيي چې په هیواد کې تر بیان وړاندې او تر بیان وروسته شته ازادي د منځته تلو په حال کې ده او امارت د هر ډول راپور یا رسنیزې خپرونې له چمتوکولو او خپرولو او تر دې چې په سایبري فضا کې د نظر څرګندولو ته چې «بل ډول» او «خپلو ګټو خلاف» ورته ښکاره شي، جدي غبرګون ښيي.
حالات داسې حد ته رسېدلي چې اوسمهال نه یوازې په ولایتونو کې بلکې په کابل کې هم د خبرونو او څېړنیزو راپورونو او یا د ننګونکو رسنیزو خپرونو چمتو کول او خپرول او یا هم د نیوکیزو خوځښتونو پوښښ او د هغو نظرونو څرګندول چې له حکومت سره موافق نه دي، له خطره ډک دي او شاید د خبریال په بندي کولو باندې تمام شي.
د راپور لنډیز
د افغانستان خبریالانو مرکز په دې راپور کې په ۱۴۰۱ کال په اته زونونو کې چې ټول ۳۴ ولایتونه پکې شامل دي، د خبریالانو او رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونو د مواردو شمېر شامل دی.
همدارنګه په دغه راپور کې د هېواد د رسنیو او خبریالانو اړوند مهمې پېښې شاملې دي او د خبریالانو او رسنیو د فعالیت په برخه کې د امارت نوې پریکړې، مقررات او طرحې څېړل شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په تېرو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۲۳۷ پېښې ثبت کړې، چې ګواښونه، نیول او له تاوتریخوالي ډک چلند په کې شامل دی.
دا پیښې په ۱۴۰۰ کې د تاوتریخوالی او د رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونو د ۱۱۷ قضیو په پرتله دوه چنده زیاتوالی ښیې.
په ۱۴۰۱ کال کې که څه هم له بده مرغه یو خبریال د هدفي چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو په ۱۴۰۰ کال کې د رسنیو د کارکوونکو په پرتله د قربانیانو شمېر درې مورده کم دی، چې یو مثبت بدلون ګڼل کېږي.
د دغه راپور موندنې ښيي چې په مزارشریف ښار کې د خبریالانو په غونډه کې د چاودنې له پېښې پرته، چې په پایله کې یې د صدای افغان خبري اژانس د خبریال حسین نادري په ګډون لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۹ نور ټپیان شول، په ډیرو نورو پیښو کې ادارو یا «اسلامي امارت» ته منسوب وسله والو په ځانګړي ډول استخباراتي او امنیتي بنسټونو رول لوبولی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له خوا په ۱۴۰۱ کال کې د ثبت شویو ټولو پېښو له جملې څخه لږ تر لږه ۱۱۳ یې د خبریالانو د ګواښلو، ناوړه چلند او سپکاوي پېښې وې. د دغو پېښو تر نیمايي کمې (۴۵) پېښې په کابل، ۹ په ننګرهار، ۸ په فاریاب، ۷ په کندهار، ۶ په کاپیسا، او په بلخ او غزني هره یوه کې ۴ پېښې ثبت شوې دي. په غور، پروان، بامیان، سمنګان او بادغیس هر ولایت کې ۳ درې پیښې، د هرات، پنجشیر، کندز، هلمند او سرپل ولایتونو په هره یوه کې ۲ پېښې او په لوګر، پکتیکا، کونړ، فراه او تخار ولایتونو کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.
دغه راز په تېرو ۱۲ مياشتو کې د خبريالانو د وهلو او ټکولو لږ تر لږه ۸ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې جملې څخه ۴ يې په کابل او يوه يوه قضيه په بلخ، سمنګان، ننګرهار، بادغيس او زابل ولايتونو کې ثبت شوې ده. په دې موده کې د خبریالانو د ټپي کېدو لږ تر لږه ۲۱ پېښې هم شوې دي چې ۱۹ پېښې یې په مزارشریف او دوه یې په کابل کې پېښې شوې دي.
په ۱۴۰۱ کال کې له يو څخه تر څو ساعتونو، څو ورځو او حتا څو مياشتو پورې د خبريالانو د موقتي بندي کولو ۹۴ قضيې ثبت شوې دي، چې د هغې له ډلې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې نیول شوي خبریالان لا هم په بند کې دي. د خبريالانو د نيولو شاوخوا نيمايي ۴۹ پیښې په کابل، ١١ په پکتيا، ٧ په فارياب، ٦ په کندهار او په هرات او سمنګان ولايتونو کې، درې درې پېښې، په ارزګان، غزني او غور ولايتونو کې دوه، دوه پیښې او په هلمند، کاپیسا، بلخ، تخار، ننګرهار، خوست، بادغیس، فراه او زابل ولایتونو کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.
په نیول شویو خبریالانو کې افغاني اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او د همیشه بهار راډیو تلویزیون ورزشي خبریال خیرالله پرهر د ۱۴۰۱ کال د مرغومي له نیمایي څخه تر اوسه پورې په بند کې دي. بهبودي د مرغومي په ۱۷ کابل کې ونیول شو او پرهر د مرغومي په ۱۹ مه کابل ته احظار او د استخباراتو له لورې ونیول شو.
د دغو پېښو له نیمې کمې ۴۵ پېښې په کابل کې، ۹ په ننګرهار کې، ۸ په فاریاب کې، ۷ په کندهار کې، ۶ په کاپیسا کې، په بلخ او غزني هر ولایت کې ۴ پېښې ثبت شوې دي. له غور، پروان، بامیان، سمنګان او بادغیس ولایتونو څخه په هر ولایت کې ۳ پېښې، په هرات، پنجشیر، کندز، هلمند او سرپل ولایتونو کې دوه دوه پېښې او په لوګر، پکتیکا، کونړ، فراه او تخار ولایتونو کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.
دغه راز په تېرو ۱۲ مياشتو کې د خبريالانو د وهلو او ټکولو لږ تر لږه ۸ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې جملې څخه ۴ يې په کابل او يوه يوه قضيه په بلخ، سمنګان، ننګرهار، بادغيس او زابل ولايتونو کې ثبت شوې ده. په دې موده کې په کابل کې د خبریالانو د ټپي کېدو لږ تر لږه دوې پېښې شوې دي.
د هیواد د زونونو په توپير د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ د سرغړونو د پېښو شمېر
پلازمېنه زون( کابل): په پلازمینې زون کې چې په دې راپور کې د کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، او میدان وردګ ولایتونه پکې شامل دي، په تیرو ۱۲ میاشتو کې خبریالانو او رسنیو د خپلواکۍ او تاوتریخوالي ۱۱۱ پېښې ثبت شوې دي. له دې جملې ۴۹ پېښې د نیولو، ۴۵ د ګواښ، ۳ د فزیکي تاوتریخوالي او ۲ د خبریالانو د ټپي کولو پېښې دي چې په کابل کې پېښې شوې دي. په دې موده کې ۷ پېښې (۱ بندي کول،۶ ګواښل) په کاپیسا، او پروان کې درې درې پیښې او په پنجشېر کې د ګواښوونې ۲ پېښې ثبت شوې دي.
شمالي زون: په دې زون کې هم چې بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل او سمنګان ولایتونه شامل دي، د تاوتریخوالي او د رسنیو او خبریالانو د حقونو څخه د سرغړونې د پام وړ قضیې ثبت شوې دي. په تیرو ۱۲ میاشتو کې د ۵۰ پېښو له جملې په بلخ کې ۲۰ پیښې(۱ مړ، ۱۹ ټپیان)، فاریاب کې ۱۵ (۸ ګواښ،۷ ګواښ)، په بلخ کې ۶ ( ۴ نیولو، ۱ د ګواښ، ۱ فزیکي تاوتریخوالي)، په سمنګان کې ۷ ( ۳ نیولو، ۳ ګواښولو، ۱ فزیکي تاوتریخوالي) پیښې او سرپل کې د ګواښ ۲ پیښې ثبت شوې دي.
شمال ختیځ زون: په دې زون کې چې بدخشان، تخار، بغلان او کندز ولایتونه شامل دي، د ۳ پېښو راپور ورکړل شوی دی. په دغو پیښو کې په کندز کې دوه د ګواښ او په تخار کې یوه د نیولو پېښه شامله ده.
جنوبي زون: په دې زون کې چې د کندهار، هلمند، اروزګان، زابل او نیمروز ولایتونه شامل دي، ۲۰ پېښې ثبت شوې دي. په دې زون کې د ثبت شویو ټولو پېښو له جملې څخه ۱۳ پېښې (۷ کواښ، ۶ نیول) په کندهار کې، ۳ (۲ ګواښ، ۱ نیول) په هلمند کې، ۲ (۱ نیول، ۱ فزیکی تاوتریخوالی) په زابل کې او ارزګان کې د بندي کولو ۲ پېښې شوې شوې دي.
سویل ختیځ زون: په جنوب ختیځ زون کې چې په دغه راپور کې خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر او غزني ولایتونه پکې شامل دي، د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښ ۲۰ پېښې ثبت شوې دي. د دغو پېښو له جملې څخه ۶ قضيې (۴ ګواښونه، ۲ نيول) په غزني، پکتیا کې د بندي کولو ۱۱ پېښې، د ګواښ یوه پېښه په لوګر کې، د بندي کولو یوه پېښه په خوست او په پکتیکا کې يوه د ګواښ پېښه د افغانستان د خبريالانو په مرکز کې ثبت شوې ده.
ختیځ زون: په ختیځ زون کې چې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونه شامل دي، ۱۲ پېښې ثبت شوي، چې ۱۱ پېښې (۹ ګواښونه، ۱ نیول، ۱ فزیکي تاوتریخوالی) په ننګرهار او د ګواښ ۱ پېښه په کونړ کې ثبت شوې ده.
لویدیځ زون: په لویدیځ زون کې چې د هرات، بادغیس او فراه ولایتونه شامل دي، په ۱۴۰۱ کال کې ۱۴ پیښې ثبت شوې دي . د ثبت شویو پېښو له جملې څخه ۷ پېښې (۳ ګواښونه، ۱ فزیکي تاوتریخوالی) په بادغیس، ۲ (۱ ګواښ، ۱ نیول) په فراه او ۵ (۳ نیول، ۲ ګواښونه) په هرات کې وې.
مرکزي زون: په مرکزي زون کې، چې په دې راپور کې د بامیان، غور او دایکندي ولایتونه پکې شامل دي، ۸ پیښې ثبت شوې. د یادو پېښو له جملې څخه ۶ پېښې (۳ ګواښونه، ۲ نیول) په غور او ۳ د ګواښ په بامیانو کې ثبت شوې دي.
په ۱۴۰۱ کال کې، د هیواد رسنیزه ټولنه د خپلو یو شمیر همکارانو د لاسه ورکولو شاهده وه.
له بده مرغه په ۱۴۰۱ کال کې په مزارشريف کې د خبريالانو په غونډه کې د هدفي چاودنې له امله د يوه خبريال پر وژل کېدو سربېره په بېلابېلو پېښو کې يو شمېر خبريالان مړه شوي دي:
د زمري ۹:په فاریاب ولایت کې د میمنې او ممتاز راډیو پخواني ویاند محمد عارف سرخابي په ایران کې د «رغنیزو کارونو» پرمهال ومړ. په فاریاب کې سرچینو ویلي چې سرخابي د جمهوریت له سقوط او د « اسلامي امارت» د واکمنۍ له پیل وروسته وزګار شوی و او د اقتصادي بې وزلۍ له امله له هېواده وتلی و.
د زمري ۲۴: په خوست کې د ازادي راډیو پخوانی خبریال امیر بهیر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. بهیر ۶۳ کلن و او له ازادي راډیو سره یې ۱۲ کاله کار کړی و.
د تلې ۱۸: د ژوندون تلویزیون د پخواني خبریال زرخان چې په عرفان الله همدرد مشهور و، ورور وویل، چې کورنۍ يې خبره شوې، چې همدرد درې نيمې مياشتې وړاندې له ايران څخه ترکيې ته په قاچاقي لار مړ شوی دی. د همدرد کورنۍ په وینا دا نه ده څرګنده چې عرفان الله څنګه مړ شوی دی.
د لړم ۷: د کندز د ملي راډیو او تلویزیون پخوانی خبریال حیات الله حیات د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
د لیندۍ ۲۷: د «زما» او «نړۍ» راډيوګانو پخوانى ویاند نصير ميرزايي په کندهار مړ شو. د سیمې رسنيو د کندهار د امنيتي چارواکو له خولې ويلي، چې ميرزايي د «کورنیو ستونزو» له امله «ځان وژنه» کړې ده.
د کب ۳: پېژندل شوی افغان خبریال اجمل یزداني له سرطان ناروغۍ سره تر اوږدې مبارزې وروسته، د کاناډا اونتاریو ایالت لندن ښار کې د ۴۶ کلونو په عمر ومړ. یزداني ۶ میاشتې وړاندې په داسې حال کې چې ناروغي یې لاپسې سخته شوې وه، له خپلو درې اولادونو او میرمنې سره د کډوال په توګه کاناډا ته لاړ.
د کب ۵: په هرات کې د ملي راډیو ټلویزیون پخوانۍ پروډیوسره، ویانده او پخوانۍ تخنیکي همکاره همیشه بهار غفوري د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۵۶ کلونو په عمر مړه شوه. مېرمن غفوري تېر کال د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډواله شوه. همیشه بهار غفوري شاوخوا درې لسيزې د هرات په ملي راډيو ټلويزيون کې د پروډيوسرې، ویاندې او تخنیکي همکارې په توګه کار کړى و. د هرات ملي راډیو تلویزیون دغه تجربه لرونکې کار کوونکې د بډوډو له ناروغۍ کړیدله او د ناروغۍ له سختېدو سره یې درې ورځې مخکې هرات ته را انتقال او په دغه ښار کې مړه شوه.
په ۱۴۰۱ کال کې په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت او ازادۍ په اړه ځینې مهمې پیښې
د غوایي ۱۸:په هرات کې د «اسلامي امارت» د اطلاعاتو او کلتور رئیس نعیم الحق حقاني له هرات ښاروالۍ څخه غوښتي دي چې وروسته تر دې په خپله میاشتنۍ مجله کې د «ساه لرونکو» له انځورونو د خپرولو څخه ډډه وکړي.
غبرګولي ۱: د امر باالمعرف وزارت ښځینه ویاندویانو ته امر وکړ، چې په تلویزیوني خپرونو کې له ماسک څخه کار واخلي. د دې وزارت د ویاند په وینا «دا پرېکړه وروستۍ ده او په دې اړه د بحث او مخالفت لپاره ځای نه دی پاتې.»
غبرګولي ۱: ښځینه خبریالانو ته د «اسلامي امارت» له لوري د ماسک اچولو له حکم سره سم نارینه خبریالانو د ښځینه خبریالانو سره د دغې پرېکړې پر ضد اعتراض کې برخه واخیسته. په طلوع نیوز کې، نارینه خبریالانو د دې حکم پر وړاندې د یوه سوله ایز لاریون په ترڅ کې غبرګون وښود او د ښځینه خبریالانو سره د پیوستون د نښې په توګه یې ماسکونه واغوستل.
غبرګولی ۸: د افغانستان د خبریالانو مرکز د بېلابېلو هېوادونو د خبریالانو او بشري حقونو د ملاتړو ۳۴ سازمانونو له ایتلاف سره یوځای شو، چې د الجزیرې د خبریالې شیرین ابو اقلا د وژنې په اړه د سمدستي، بشپړې او خپلواکې څېړنې غوښتنه کوي. ابوعاقله د روان کال د غوايي په ٢١مه د اردن سيند د لويديځې غاړې په شمال کې د جنين په ښار باندې د اسرائيلي پوځيانو د بريد په ترڅ کې ووژل شوه.
٢٨ چنګاښ: لسګونه خبریالان چې د جمهوري نظام له سقوط او واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته پاکستان ته تللي وو، د غربي هیوادونو په ځانګړې توګه د کاناډا هیواد له لوري د دوی د پناه غوښتنې دوسیو ته د نه پاملرنې له امله لاریون وکړ.
۲۹ چنګاښ: میټا کمپنۍ (پخواني فیسبوک) چې د انسټاګرام او فیسبوک مالکیت لري، د باختر خبري اژانس او د افغانستان ملي راډیو او ټلویزیون حسابونه د طالبانو د ستاینې، ملاتړ او استازیتوب له امله له دغو دوه ټولنیزو شبکو څخه لرې کړل.
زمري۱۹: په کابل کې د ژوندون خصوصي ټلویزیون په ودانۍ کې اور ولګېد، چې د ژوندون د مسوولینو په وینا، اور د دغې رسنۍ ودانۍ او وسایلو ته سخت زیان اړولی دی.
وږي ۱: د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمیسیون لومړۍ غونډه له څه باندې یو کال بې برخلیکۍ وروسته د «اسلامي امارت» د اطلاعاتو او کلتور د سرپرست وزیر ملاخیرالله خیرخواه په مشرۍ جوړه شوه.
وږي ۱: د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمیسیون غړو شمېر، د ټولیزو رسنیو قانون خلاف ، له ۱۱ څخه ۱۴ ته لوړ شو. داسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معين حيات الله مهاجر فراهي په وينا له دې وروسته به د اطلاعاتو او کلتور وزارت د استازو ترڅنګ د امر بالمعروف، کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو ریاست استازي د دې کمېسیون د غړو په توګه د دې کمېسیون په ناستو کې ګډون کوي.
د تلې ۲: په کابل کې د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې چې په (ولسمشرۍ ماڼۍ) کې جوړه شوې وه، د وینا والو له لست څخه د خبریالانو د استازو نومونه ویستل شوي و. د طلوع نیوز مسؤل مدیر خپلواک ساپي وویل: « ماته بلنه راکړل شوې وه، چې په دې ناسته کې وینا وکړم او د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه ځینې ټکي په امانتدارۍ سره مطرح کړم؛ خو په وروستۍ شېبه کې زما نوم د ویناوالو له لیست څخه وایستل شو.»
د تلې ۱۷: د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان وکړ چې د ټولیزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تعدیل شوی دی. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې دغه قوانين يې له لږ بدلون سره د امارت مشرتابه ته استولي او د امارت د مشر له تصویب او تائید وروسته به د رسنیو په واک کې ورکړل شي.
تلې ۲۱: د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزرات د خپرونو معین عبدالحق حماد وویل، چې د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمېسیون په ناسته کې د ۱۱ رسنیو سرغړونې په ګوته او د هغوی څښتنانو ته «سپارښتنه» وشوه.
لړم۵: د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت تائید کړه، چې د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو نوي کمېسیون جوړښت کې د ښځو څوکۍ ختمه شوې ده.
د لړم ۲۷: د بیان د ازادۍ نړیوال اتلاف اعلان وکړ چې د بیان د ازادۍ په اړه په خپلو نړیوالو ژمنو کې د افغانستان د پاتې راتلو له امله یې په دې اتلاف کې د دې هیواد غړیتوب لغوه کړی دی. دې اتلاف په یوه خبرپاڼه کې وویل: «طالبانو د واک ترلاسه کولو راوروسته د رسنیو پر ازادۍ جدي محدودیتونه وضع کړي، چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب او هوساینه یې له خطر سره مخ کړي دي. د خبریالانو د ځورونې، بریدونو او توقیف دوام او له رسنیو څخه د ښځو وتل د دې لامل شوي، چې د رسنیو خپلواکي په چټکۍ سره زیانمنه کړي او هره ورځ د خبریالانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.» افغانستان دوه کاله وړاندې د جمهوري ریاست پر مهال د دغه ایتلاف غړی شو.
مرغومي ۱۰: د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ. په دغه راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د افغان خبریالانو مرکز د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۲۶۰ پېښې ثبت کړې دي، چې ګواښونه، نیول او له تاوتریخوالي ډک چلند په کې شامل دي، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله په سلو کې ۱۳۸ زیات شوي دي.
مرغومي ۲۲: د افغانستان خبریالانو مرکز له رسنیو د ملاتړو بنسټونو له یو نړیوال اتلاف سره په یو ځای کیدو په دغه هیواد کې پر خبریالۍ باندې د برېتانیا د ملي امنیت د یوې لایحې د منفي پایلو او له هغې څخه د استبدادي نظامونو له لوري د د بېلګې اخیستنې په توګه خپلې جدي اندېښنې څرګندې کړې.
د برتانیې پارلمان ته په یوه پرانیستي لیک کې چې د مرغومي په ۲۲مه د چهارشنبې په ورځ د ټایمز ورځپاڼې په ویب پاڼه خپور شو، د افغانستان خبریالانو مرکز په ګډون د ۴۳ لاسليک کوونکو بنسټونو اتلاف، ولسي جرګې ته وړاندې شوې د ملي امنیت د نوې لایحې د خطرونو په اړه چې خبریالۍ او افشاکېدو لپاره یې رامنځته کوي، ګواښ کړی دی.
۱۶ مرغومي: د کابل محکمې د ۱۰ رسنیو د مسوولینو غیابي محاکمه وځنډوله. د امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د خپرونو د څارنې رئیس عبدالحق حماد وویل؛ ټاکل شوې وه چې د دغو رسنیو د محاکمې مقدماتي غونډه تیره ورځ جوړه شوې وای؛ مګر د دغه شمیر رسنیو د استازو د نه حاضریدو له امله محکمې حکم کړې دی، چې د ژورنالېستانو بنسټونه دې له دغو رسنیو سره په همغږۍ د راتلونکې غونډې لپاره وکیل وټاکي او له هغې وروسته به محکمه خپله پرېکړه اعلان کړي.
کب ۲: په هلمند کې د امارت سیمه ییزو چارواکو خبریالانو ته د یوه شفاهي امر له مخې له سیمه ییزو چارواکو سره ویډیویي مرکې او یا له ښاریانو د ویډیویي راپورونو چمتو کول منع کړل او خبریالانو ته یې ګواښ وکړ چې باید له دغه حکم څخه سرغړونه ونه کړي.
کب ۸: د مزار شریف ښار درېیمې ناحیې کارته باختر سیمه کې د پیکان تلویزیون او نهاد راډیو ګډه ودانۍ کې اور ولګېد او د دې پېښې له امله د دې دوه رسنیو فعالیت بند شوی دی. د پیکان تلویزیون او نهاد راډیو مسوولینو ویلي دي، چې دغه اور لګېدنه د ودانۍ د برېښنا د ستونزې له امله رامنځته شوې ده او ډیر مالي زیان یې اړولی دی.
کب ۲۰: په مزارشریف کې د خبریالانو په هغه غونډه کې چاودنه وشوه، چې د هېواد د رسنیو د وضعیت د څېړلو په موخه جوړه شوې وه. د دغې پېښې په پایله کې د افغان غږ خبري اژانس ریپورټر حسین نادري او د دغې اژانس یو زده کوونکی خبریال اکمل نظري وژل شوي او لږ تر لږه ۱۹ تنه نور خبریالان ټپیان شوي دي.
کب ۲۴: د افغانستان خبریالانو مرکز د « افغانستان د کال خبریال» د لسمې کلنۍ دورې ګټونکي اعلان کړل. د دې سیالۍ د غوراوي کمېټې د اعلان پر بنسټ د طلوع نیوز خبریال محمد یوسف حنیف، د «افغانستان اینټرنيشنل» ریپورټر محمد عارف یعقوبي او د کلید راډیو خبریال مرجان وفا محمدي د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو سره په ګډه د ۱۴۰۱ کال د افغانستان د کال خبریال جایزه وګټله.
په نړیواله کچه د افغان خبریالانو ځلېدل
وری ۱۱: په افغانستان کې د فرانسې خبري اژانس لوړ پوړي عکاس وکیل کوهسار له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او واک ته د طالبانو د بیرته راستنیدو په اړه د ویډیو پوښښ له امله د فرانسې د «وارن بنسټ» کلنۍ جایزه ترلاسه کړه.
د غوایي ۲۰مه: د «زما ماشومتوب، زما وطن» مستند فلم د یوه افغان تبعه له ماشومتوب څخه تر ځوانۍ پورې د لوړو ژورو کیسه ده، چې په انګلستان کې یې د بفټا غوره مستند فلمبردارۍ جایزه وګټله. فلم جوړونکی فل ګرابسکي او افغان خبریال شعیب شریفي د دې مستند فلم جوړونکي دي.
غبرګولي ۳: د ژورنالیستانو نړیوال مرکز (ICFJ) د طلوع نیوز پخوانۍ خبریاله انیسه شهید د ۲۰۲۲ کال د نایټ یا «زړور خبریال» د خبریالۍ نړیوالې جایزې ګټونکې اعلان کړه.
غبرګولی ۲۷: طلوع نیوز تلویزیون په ۲۰۲۲ کال کې د «One World Media» ځانګړې جایزې ګټونکی شو. «One World Media» یو غیري انتفاعي او د خبریالانو ملاتړی بنسټ دی، چې هر کال په بېلا بېلو برخو کې خبریالانو او رسنیو ته جایزې ورکوي.
چنګاښ۸: د ۸ صبح ورځپاڼې پخوانی مدیر او په واشګنټن ډي سي( امریکا) کې د افغانستان انټرنیشنل تلویزیون سټوډیو اوسني مدیر پرویز کاوه ته د افغانستان رسنیو ته د کړو«خدمتونو» په پار د امریکا د کانګرس د « ختیځ او لویدیځ مرکز» د «زړورتیا او اغیز لرونکي» جایزه ترلاسه کړه.
هغه رسنۍ چې په 1401 کې یې خپل شتون اعلان کړ یا یې د فعالیت بیا پیل اعلان کړ:
وږي ۳: د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د «بشر» خصوصي راډیو پرانیستل شوه. د دې راډيو مسؤليت د نورګل اندړوال پر غاړه دى او خپرونې يې په پلخمري او شاوخوا سيمو کې د اورېدو وړ دي.
لړم ۲۸: د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د «تعلیم القرآن» خصوصي راډیو په فعالیت پیل وکړ. دا راډیو دیني او مذهبي خپرونو باندې په تمرکز سره په اف ام څپو په قلعه نو او شاو خوا سیمو کې د لاسرسي وړ ده. د دې راډیو مدیریت د محمد نسیم قانع پر غاړه دی.
د لیندۍ ۷ مه: په لغمان ولایت کې د ملي راډیو تلویزیون ادارې تر واک لاندې د «شریعت غږ» دولتي راډیو فعالیت پېل کړ.
کب ۲۲: «زیار» خصوصي راډیو د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د محمد ګلاب ابراهیمي په مدیریت په فعالیت پیل وکړ. زیار راډیو سیاسي، ټولنیزې، کلتوري او ورزشي خپرونې لري او په مهترلام او شاوخوا سیمو کې اورېدل کېدای شي.
۲۲ کب: «هوا» خصوصي راډیویي شبکې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې پر اف ام څپو رسما کار پېل کړ. د هوا راډیو د مسؤل مدیر عبدالمبین میرزا په وینا دا راډیو خبري، سیاسي، ټولنیزې او ادبي خپرونې چمتو او خپروي او د ګردیز سربیره د پکتیا ولایت په ډیر سیمو کې د لاسرسي وړ ده.
هغه رسنۍ چې د اقتصادي ستونزو یا کاري محدودیتونو له امله یې خپل فعالیت پای ته رسولی:
وری ۲۵: د «پکتيا غږ » خصوصي راډيو مسوولين وايي، چې دغه راډيو د اقتصادي ستونزو له امله خپلو فعاليتونو ته دوام نه شي ورکولی او له ۱۷ کلونو وروسته یې د اطلاع رسونې کار ته د پای ټکی کېښود.
وري ۲۶: فاریاب ولایت کې د «میمنې» خصوصي راډیو د اقتصادي ستونزو له امله کار بند کړ. دا راډیو په ۱۳۹۲ کال کې پرانیستل شوه او په ازبکي ژبه یې فعالیت کاوه.
تلې ۹ : په خوست ولایت کې د «رڼا» خصوصي راډیو د «اقتصادي ستونزو» له امله خپل فعالیت پای ته رسولی دی.
تلې ۱۱: د «هشت صبح» ورځپانې ویپ پاڼه او همدا راز د «زاویه» خبري سایټ، چې د افغانستان انټرنیټ په ډومین یې په سیمه کې فعالیت کاوه؛ د ا.ا د مخابراتو وزارت له لورې وتړل شو. د ا.ا مخابراتو وزارت وایي دا کار یې د دواړو رسنیو له لوري د ناسمو خبرونو د خپرولو له امله کړی دی.
د لړم ۱۰: د کابل نیوز خصوصي ټلویزیون فعالیت د «سیاسي فشارونو» او «مالي ستونزو» له امله پای ته ورسېد.
لیندۍ ۱۰: د « اسلامي امارت» په امر افغانستان کې د ازادي او امریکا غږ راډیو ګانو خپرونې پر اف.ام څپو بندې شوې. د امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین وایي چې دې دوه رسنیو د « ژورنالیزم اصول» نه عملي کول.
لیندۍ۲۰: جمهور اژانس وایي چې په کابل کې یې خپل دفتر د «اسلامي امارت» د فشار او ګواښ له امله تړلی دی. جمهور اژانس په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي: « د ۱۴۰۱ کال د غوايي په ۶مه په رسنیو د طالبانو د حکومت د څار کمیسیون، جمهور خبري اژانس د اسلامي امارت پر ضد او د طالبانو د حکومت په لمنځه وړلو تورن کړ او د جمهور اژانس له رئیس یې غوښتنه وکړه چې د اسلامي امارت په ضد هیڅ تحلیل، خبر او یا راپور نشر نه کړي او ان تر دې چې د طالبانو د حکومت په اړه د منفي خبر له خپرولو ډډه وکړي.»
په ورته وخت کې په ۱۴۰۱ کال کې په هیواد کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو په ډېریدو، په بهر کې د افغان خبریالانو په مدیریت څو نوې رسنۍ تاسیس شوې:
زمري ۱۰: یوشمېر افغان خبریالانو په امریکا کې د افغانستان د حالت د پوښښ په موخه «آمو تلویزیون» (Amu TV) جوړ کړ. لطف الله نجفي زاده عمومي مدیر او سمیع مهدي مسؤل یاد شوي دي. د طالبانو تر واکمنۍ مخکې مهدي په افغانستان کې د ازادي راډیو مشر و او نجفي زاده د طلوع نیوز د رییس په توګه کار کاوه. دغه دوه خبریالانو د جمهوریت له نسکوریدو وروسته هیواد پریښود.
تلې ۶: «زیشتSicht TV/ » یا «لید» د المان هامبورګ ښار کې د مېشت درې افغان خبریالانو له لورې جوړ شو. دغه انلاين رسنۍ چې په فارسي ژبه فعاليت کوي، د شرميلا هاشمي، نوراغا شريفي او اکبر رستمي له خوا، چې په جرمني کې ژوند کوي جوړه شوې ده. میرمن هاشمي د جمهوري نظام له سقوط مخکې او نوراغا شریفي او اکبر رسمتي د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د «اسلامي امارت» د دویم ځل واکمنېدو وروسته له هیواده وتلي دي.
د لیندۍ ۲۰مه: په ناروې کې د «چشم نیوز» خبري وېبپاڼه د یو شمېر هغو خبریالانو له خوا، چې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته له هېواده وتلي، ناروې هیواد کې جوړه او په فعالیت یې پیل وکړ. دا رسنۍ په درې ژبو فارسي، پښتو او انګلیسي ژبو فعالیت کوي او د آریانا نیوز ټلویزیون د پخواني مشر شریف حسن یار له خوا اداره کیږي.
د سلواغې ۱۰: د «فارسیتایمز» مجلې لومړۍ ګڼه له چاپ راووتله. نوموتی خبریال نقیب اروین چې د جمهوري نظام له سقوط او د «اسلامي امارت» له تاسیس سره یې افغانستان پرېښود د یوشمېر نورو پناه غوښتونکو افغان خبریالانو سره د فارسي ټایمز مجلې بنسټ ایښی دی.
د کب ۲۲: د «افغانستان» سیاسي، ټولنیزې او کلتوري مجلې لومړۍ ګڼه په امریکا کې د یو شمېر افغان کډوالو خبریالانو او فرهنګیانو په ملتیا له چاپ را ووته. دا مجله د «افغانستان کور» بنسټ له لوري چې په امریکا کې د میشت افغان فرهنګیانو څخه جوړ دی، د امریکا په ویرجنیا ښار کې تاسیس شوه.
په ۱۴۰۱ کال کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ ارزونې لنډیز
په ۱۴۰۱ کال کې که څه هم په مزارشریف کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د یوې هدفي چاودنې له امله یو خبریال ووژل شو او ګڼ شمېر خبریالان ټپیان شوي دي؛ خو د قربانیانو شمېر د هغو ۴ خبریالانو او د رسنیو کارکونکو په پرتله چې په ۱۴۰۰ کال کې وژل شوي درې ځله کم دی، چې یو مثبت بدلون ګڼل کېږي. له دې سره سره په تېرو ۱۲ میاشتو کې د «د خبریالانو د وژنې» له اړخ پرته، افغانستان د رسنیو د ازادۍ په ډګر کې یوه تاریخي او بې سابقه ماتې تجربه کړه. افغانستان د رسنیو د خپلواکۍ په برخه کې له نورو اړخونو تاریخي او بې مخینې شاتګ تجربه کړ.
۱- د رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د برخلیک ناڅرګندتیا
په داسې حال کې چې د هېواد اساسي قانون چې د بیان او رسنیو د ازادۍ حق یې په رسمیت پېژندلی و، د «اسلامي امارت» له خوا لغوه اعلان شوی دی، په ۱۴۰۱ کال د ټولیزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون برخلیک، چې ویل کېږي تعدیل شوي دي، لا هم څرګند نه شو.
۲- د رسنیزو شکایتونو د څېړنې او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون
په ۱۴۰۱ کال کې د «اسلامي امارت» د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمیسیون د رغونې او د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب تر عنوان لاندې اطلاعاتو ته د لاسرسي د خپلواک کمیسیون د پیل په ګډون هڅې ترسره شوې. خو له يوې خوا دغو هڅو قانوني لاره نه ده تعقيب کړې او له بلې خوا يې پر رسنيو او خبريالانو د لګول شويو بنديزونو په بهير کې مثبته اغېزه نه ده کړې.
۳- د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ د سرغړوونکو پېښو زیاتوالی
په ۱۴۰۱ کال کې د «اسلامي امارت» د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو هڅه وکړه چې په هېواد کې د خبریالانو د کار او رسنیو د فعالیت له وضعیت څخه یو مثبت انځور وړاندې کړي او حتی ادعا یې وکړه چې په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د کار پر وړاندې «هېڅ ډول» محدودیت نشته. خو د خبریالانو د ګواښونو او نیولو پېښو زیاتوالی او د رسنیو او خبریالانو پر کارونو د محدودیت زیاتوالی داسې څه نه وو چې پټ شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي چې خبریالان حتی د عادي فعالیت له امله لکه د لاریونونو خبري پوښښ، د یوه اعتراضي حرکت منعکسول او یا د داسې یوه مطلب او راپور خپرول چې په هغه کې د چارو د مسوولینو پر کړنو نېوکه شوې وي، تر فشار لاندې راځي او یا ګواښل شوی او نیول شوي دي. د رسنیو په ځانګړې توګه ټلویزیونونو ډېر شمېر مسوول مدیران په دې برخه کې چې کوم کسان کولای شي د پروګرام د مېلمه په توګه راوبولي، یا د پروګرام د محتوا له امله او یا د (ښځينه) خبریالانو او مېلمنو د پوښاک د څرنګوالي له امله احضار شوي او یا په موقتي ډول نیول شوي او څېړنې ترې شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د بیان ازادۍ د اهمیت او د هېواد د ودې او پرمختګ په لاره کې د غږ او غوښتنو منعکسولو په برخه کې د ازاداو او خپلواکو خبریالانو او رسنیو د رول په پام کې نیولو سره، له «اسلامي امارت» څخه غواړي چې د هېواد د ټولیزو رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پلي کولو سره د دې قوانینو پر بنسټ د ازادو رسنیو د فعالیت زمینه برابره کړي او ملاتړ یې وکړي.

