مطبوعاتي اعلاميې
۱۳۹۶ د لیندۍ ۲۲ مه
کابل: په هيواد کې د خبريالانو د امنيت او خونديتوب د تامين او د بيان ازادي د ملاتړ لپاره د افغانستان د حکومت د رهبرانو د ژمنو با وجود، د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو د وروستۍ پریکړه لیک چې د خبريالانو پر وړاندې د جرم د معافيت ختمولو ژمنه پکې وه ملاتړ ونکړ.
د افغانستان خبريالانو مرکز موندنې ښیي چې له ۱۳۷۳ ه لمريز کال تر ۱۳۹۶ لمريز کال پورې په افغانستان کې د رسنيو ۷۳ کارکوونکي او خبریالان وژل شوي دي چې ۱۴تنه يې ميرمنې دي او سربېره پر دې په دې دوره کې دوه افغان خبريالان په پاکستان کې وژل شوي دي.
په ټوله کې ۵۷ تنه وژل شوي خبريالان او د رسنيو کارکوونکي د افغانستان وګړي دي چې زياترو يې په کاري جريان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. مګر متاسفانه چې دغو زياتره پېښو ته رسيدګي نه ده شوې او عاملين يې له سزا معاف شوي دي.
دغه وضعيت ته په کتو د افغانستان خبريالانو مرکز له ملګرو ملتونو سره په يو ګډ اقدام کې «آرټیکل ۱۹» په يوه سرخلاصي ليک کې د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د ملګرو ملتونو ددغې پرېکړه لیک په اړه چې غړي هيوادونه مجبوروي څو د خبريالانو د امنيت او خونديتوب په برخه کې اقدام وکړي او د جرم د معافيت کلتور ته د پای ټکی کېږي دي، ملاتړ وکړي.
دغه لیک د روان کال عقرب په ۲۱ ( ۲۰۱۷/ نومبر ۱۲) د بهرنیو چارو وزير صلاح الدين رباني او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازي ته په خطاب لېږل شوی دی.
دغه لیک د خبريالانو د امنيت تامين، د خبريالانو په وړاندې د جرم مخنيوي او ددغو پېښو د څېړلو او دا چې غړي هيوادونه بايد د بيان ازادي ته يو امن چاپيریال او اطمنان رامنځته کړي، په خاطر نړيوالې ټولنې له لوري د زياتو اقداماتو د نيولو په اړه مهمې ژمنې لري.
د افغانستان خبريالانو مرکز رئيس احمد قريشي، وايي چې افغانستان له دغې پرېکړه لیک ملاتړ ونه کړ.
هغه زياته کړه: « طمع کېده چې په روان کې کال کې د افغانستان حکومت د رهبرانو په تاکيد د خبريالانو او بيان ازادي د ملاتړ په برخه کې افغانستان خپلې ژمنې په نړيواله سطحه څرګندې کړي مګر متاسفانه د رسمي غوښتنې او د دغې موضوع په اهميت باندې د تاکيد باوجود د افغانستان حکومت له دغه پرېکړه لیک ملاتړ نه دی کړی چې زمونږ د جدي اندېښنې لامل شوې دی».
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ايمي استازی محمود صيقل، تر اوسه حاضر نشو چې په دې اړه خبرې وکړي.
۸۸ هيوادونو له جملې يې مکزيکو چې د خبريالانو لپاره له ناوړه هيوادو څخه ګڼل کېږي له دغې پرېکړه لیک ملاتړ کړی مګر افغانستان د خپلو ژمنو باوجود نه دي غوښتي چې له دغې پرېکړله لیک ملاتړ وکړي.
د افغانستان خبريالانو اجرايي رئيس وايي چې د افغانستان حکومت بايد په دې زمينه کې ځواب ويونکې اوسي او روښانه کړي د خپلو هغه ژمنو په کولو چې په وار وار يې د خبريالانو د امنيت او خونديتوب او د جزا د معافيت کلتور ختمولو په برخه کې يې کړي دي باوجود په نړيواله سطحه د افغانستان حکومت په دې لاره کې اقدام ندی کړی.

