د کوویډ ۱۹ قربانیان

د کرونا ويروس ناروغي يا Covid - ۱۹ چې د «کرونا»، «ويروس»، «ناروغۍ» او ۲۰۱۹ کال مخفف دى، د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۸ ل کال د لړم په ۲۶ مه (۲۰۱۹ م د نومبر ۱۷ مه) د چين په هويي ايالت کې راپور او په رسمي توگه تائيد شوه.

دغه ناروغي ډېر ژر د چين بېلا بېلو سيمو او همدارنګه ټولې نړۍ ته خپره شوه او د ټولې نړۍ د خلکو عادي ژوند يې بدل کړ.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د راپور پر بنسټ، چې د کرونا له امله د مړو شمېرې خپروي؛ دې ناروغۍ تر اوسه (۱۴۰۰ وري ۳مه) پورې په ټوله نړۍ کې تر ۲۷۰۰۰۰۰  (دوه میلونه او اووه سوه زرو) ډېر کسان مړه کړي دي.د دغه راپور له مخې، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله تر دې مهاله په افغانستان له ۲۴۶۴  ډیر کسانو مړه شوي دي.

کوویډ - 19 د هیواد د رسنیو ټولنې څخه هم قرباني اخیستې ده. د افغانستان دخبريالانو مرکز د معلوماتو له مخې، په هېواد کې لږ تر لږه ٩ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.


نوم: سلیمان یوسفي

دنده: موټر چلونکی

عمر:

رسنۍ: اریانا تلویزیون

د دندې ځای: کابل

د پېښې نېټه: ۱۳۹۹ د غبرګولي ۲۹


نوم: شاه محمود هارون

دنده: اداري مدیر

عمر: ۵۷

رسنۍ: پژواک خبري اژانس

د دندې ځای: کابل

د پېښې نېټه: ۱۳۹۹ غبرګولي ۲۶ مه


نوم: پروین رفیقي

دنده: ریپورټر

عمر:۵۸

رسنۍ: باختر خبري اژانس

د دندې ځای: کابل

د پېښې نېټه: ۱۳۹۹ غبرګولي ۲۸ مه


نوم: نوید عظیمي

وظیفه: گزارشگر

عمر: ۳۰

رسانه: رادیو و تلویزیون ملی

د دندې ځای: کابل

د پېښې نېټه: ۱۳۹۹ د سرطان ۲مه


نوم: مینه رفیع

دنده: ویانده

عمر:

رسنۍ: د میرمنو تلویزیون

د دندې ځای: کابل

د پېښې نېټه: د ۱۳۹۹ چنګاښ ۶ مه


نوم: یوسف یوسفي

وظیفه: تصویربردار سابق

عمر:

رسنۍ: اریانا تلویزیون

د دندې ځای: کابل

د پېښه نېټه:۱۳۹۹ د چنګاښ ۶ مه


نوم: دادمحمد عنابي

وظیفه: مدیر مسؤل

عمر:۵۳

رسنۍ: اصلاح ورځپاڼه

محل اجرای وظیفه: کابل

د پېښې ځای: ۱۳۹۹ د چنګاښ ۲۲مه


نوم: لیلا راشد

دنده: د افغانستان ملي راډیو د معلوماتي او تربیتي خپرونو لیکوال او مدیر

عمر: ۴۲

رسنۍ: ملي تلویزیون

د دندې ځای: کابل

د پېښې نېټه: ۱۳۹۹ د لیندنۍ ۷ مه


نوم: رهنورد زریاب

دنده: ایډیټر

عمر: ۷۷

رسنۍ: طلوع تلویزیون

د دندې ځای: کابل

د پېښې نېټه: ۱۳۹۹ د لیندۍ ۲۱ مه