په افغانستان کې خبریالي؛ د فشار، ګواښ، ښکاره او پټ تاوتریخوالي او حتی مرګ تر سیوري لاندې

په افغانستان کې خبریالي؛ د فشار، ګواښ، ښکاره او پټ تاوتریخوالي او حتی مرګ تر سیوري لاندې

مسعود حسيني – د فرانس پریس خبري اژانس خبریال او انځور اخیستونکی

کابل – سه شنبه، د ۱۳۹۲ د زمري ۸مه

افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ له مرګوني هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې هر کال په کې ګڼ شمېر خبریالان د روانو جګړو، چاودنو او تاوتریخوالي قرباني کېږي.

تقریباً دوه کاله مخکې، د دوبي موسم په همدې تودو ورځو کې د BBC سیمه‌ییز خبریال امید خپلواک په روزګان ولایت کې د خپلې دندې (اطلاع رسونې) پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو د هغه مرګ نه لومړی و او نه به هم وروستی وي.

د سړک غاړی ماینونه، ځانمرګي بریدونه، وسله‌والې نښتې او حتی په دولت کې دننه هغه چارواکي چې د ځان پر وړاندې د نیوکې زغم نه لري، تر ټولو لوی خطرونه دي چې د دندې پر مهال د خبریالانو ژوند ګواښي.

په نېټه ( ۱۳۸۹ د لړم ۱) کې د کندهار په جګړه کې د ماین چاودنې له امله د نیویارک ټایمز خبریال او انځور اخيستونکي د دواړو پښو له لاسه ورکول، په نېټه ( ۱۳۹۰ د ليندۍ ۱۵مه) کې په کابل ښار کې د عاشورا پر مهال برید کې د څو خبریالانو ټپي کېدل او په هلمند کې د BBC خبریال صمد روحاني وژل کېدل د هغو دردوونکو بېلګو له ډلې څخه دي چې د هېواد په تاریخي حافظه کې به پاتې شي، خو د افغان حکومت غبرګون تل ګمراه کوونکی او ناکافي و، دولتیانو د خبریالانو د وژولو په اړه د پلټنو کمیسیونونو په جوړولو سره، چې د نورو حقیقت موندونکو کمیسیونونه په څېر یې کار بې‌نتیجې وو، هیله لرله څو وقت ضايع کړي او یادې پېښې د خلکو هېرې شي.

د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ترسره کوونکي څوک دي؟

۱. طالبان

طالبان او نورې وسله‌والې ډلې چې په نړۍ کې دود شویو بشري حقونو ته هېڅ ډول ژمنتیا نه لري، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له لومړنیو عاملینو څخه شمېرل کېږي، د یادې ډلې د یوه قوماندان له لوري د اجمل نقشبندي سر پرې کول یې ښکاره بېلګه ده چې د افغانستان د خبریالانو ټولنه یې د درد په تغر کینولې ده.

په ورته وخت کې، همدا ډلې په کابل کې د خپلو بریدونو پر مهال له رسنیو ګټه پورته کوي، کله چې پر کوم ځای برید وکړي په بې ځایه ډزو قصداً وخت ضایع کوي، ترڅو خبریالان راورسیږي او برید ته خبري پوښښ ورکړي، په داسې حال کې چې د یادې ډلې د قوماندانانو او طالب تروریستانو له نظره افغان خبریالان بې‌دینه دي، ځکه چې د دولت او بهرنیانو ملاتړ کوي او حتی په ځینو مواردو کې یې وژل هم روا دي.

۲. امنيتي ځواکونه او دولتي چارواکي

 د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او سپکوونکو چلندونو لویه برخه د پولیسو، امنیتي ادارو او حکومتي چارواکو له خوا ترسره کېږي.

هېڅ  تروریستي پېښه او ځانمرګی برید نه شو موندلی چې په کې دولتي ځواکونو خبریالان ګواښلي، سپک کړي او حتی وهلي ټکولي نه وي، حتی ځینې وخت د خبریالانو وهل ټکول د هغه برید له خبر څخه هم مهم ګڼل کېږي.

د خپلې عقیدې د څرګندولو له امله د دولت له لوري د خبریالانو بندیانول، د نیوکه کوونکو راپورونو جوړولو پر مهال د خبریالانو وهل ټکول او حتی د وژلو ګواښونه له هغو مواردو څخه دي چې د دولتي چارواکو یا د پارلمان غړو له خوا ترسره شوي دي.

۳. زورواکان او جنګسالاران

په ۱۳۸۰ کال کې د نوي حکومت له جوړېدو راهیسې د پخوانیو مجاهدینو او زورواکانو له خوا د خبریالان ګواښل تر سترګو کېږي، وروستی مثال یې د پروان ولایت والي له لوري د بخدي خبري اژانس د خبریال وهل ټکول دي، په تېرو ۱۱ کلونو کې هېچا ونشو کولی چې زورواکان د قانون تابع کړي، دوی د خبریالانو وهل ټکول او فشار پرې راوستل خپل حق ګڼي او له قانوني چلند څخه خوندي دي.

د خبریالانو له حقونو څخه د دفاع څانګې

د افغانستان د رسنیو قانون له مخې، د خبریالانو د حقونو دفاع د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلیت دی، خو دغه وزارت په دې برخه کې ډېر لږ غبرګون ښودلی او ډېری وخت چوپ پاتې شوی دی.

د خبریالانو له حقونو څخه د دفاع نړیوال یا داخلي غیر دولتي بنسټونه هم د اعلامیې له خپرولو پرته نور امکانات په لاس کې نه لري او د مهمو وختونو کې پېښه تر رسنیو رسوي او قضاوت خلکو ته سپاري.

اطلاعاتو ته د ازادې لاسرسۍ قانون

دغه قانون، چې حکومتي چارواکي شفاف ځواب ويلو او خلکو سره د اطلاعاتو په شريکولو مکلفوي، تر اوسه پارلمان کې لاس په لاس کېږي او د تصویب لپاره یې هېڅ انګیزه نشته او عملي ګام نه دی پورته شوی.

دا موضوع د دې لامل کېږي چې د بېلګې په توګه د کانونو وزیر خبریالانو ته اجازه نه ورکوي چې د شمال د نفتو او ګازو تأسیسات وګوري او ډېری نور چارواکي هم حقایق پټ کړي.

په افغانستان کې د رسنیو راتلونکې

په افغانستان کې ازادې رسنۍ او د هغوی پرمختګ د ولسمشر کرزي د حکومت له لویو لاسته راوړنو شمېرل کېږي. خو اوس، د انتخاباتو له رانږدې کېدو سره، د خبریالانو پر ضد تاوتریخوالی او ګواښونو په ډېرېدو د رسنیو ډېری کارکوونکي د افغانستان د رسنیو راتلونکې د ۱۳۹۳ د ژمي وروسته ( ۲۰۱۴ کال تر پایه)، کله چې ایساف ځواکونه له افغانستان ووځي، ډېر تياره او وحشت ناکه انځوروي.

د یوه پارلماني غړي له خوا د خبریالانو پر ضد د جهاد اعلان، په رسنیزو چارو کې د مذهبي سخت‌دریځو لاسوهنې او نور ورته موارد چې د رسنیو پر وړاندې ترسره کېږي د رسنیو او علم او فرهنګ خاوندانو د زړه ماتېدو لامل شوی چې دا ناهيلي به د ټولنې په زړه کې د مثبتو تغييراتو او پرمختګونو پر وړاندې د ټول ملت پر باور ناوړه اغېز وکړي.

د خبریالانو د بې شمېره لاسته راوړنو پر وړاندې د حکومت بې پامي، د امنیت نشتوالی او د کاري خوندیتوب نه‌شتوالی د دې لامل شوي چې ډېری مسلکي خبریالان په ځانګړي ډول ښځې خپل کارونه او حتی هېواد پرېږدي او بهرنيو هېوادونو ته ګډوال شي.