«نن» او «ځوانانو» راډیو په ننګرهار کې د بیا ځلي فعالیت اجازه ترلاسه کړه

 
۱۴۰۲ زمري ۱۹ مه
جلال اباد- «نن» راډیو او د «ځوانانو» راډیو ټرانسمیټر ته، چې یوه اونۍ وړاندې د ننګرهار د سیمه ییزې ادارې په امر بند شوی و، د بیا فعالیت اجازه ورکړل شوه. «نن» سيمه ییزه راډیو او د «ځوانانو» راډیو ټراتسمیټر، چې په کابل کې د ځوانانو راډیو خپرونې په ننګرهار کې خپروي د همیشه بهار راډیو تلویزیون په ودانۍ کې شتون لري. همېشه بهار چې تیره اونۍ «مهر لاک» شوې وه تر اوسه بنده ده.
په ننګرهار کې «رسنيزو سرغړونو ته د رسیدو کمیسیون» استازو هیئت، چې د امنيه قومندانۍ، امر بالمعروف، ملي امنیت او اطلاعاتو کلتور ریاست له استازو جوړ شوی دی، تېره ورځ مازدیګر د نن راډیو دفتر او د ځوانانو راډیو ټرانسمیټر بیا پرانیستل، مګر روښانه یې نه کړه چې د همېشه بهار راډیو تلویزیون به څه وخت د بیا ځلي نشراتو د پېل اجازه ترلاسه کړي.
د نن راډیو سټیشن او د ځوانانو راډیو ټرانسمیټر، چې دواړه د همیشه بهار په ودانۍ کې موقعیت لري، تر اوسه د کار اجازه نه ده ترلاسه کړې. نن راډیو په ۱۳۸۷ کال کې جوړه شوه او د ځوانانو راډیو تقویتي ټرانسمیټر، چې دفتر یې په کابل کې دی له شپږو کلونو راهیسې د همیشه بهار له لارې په ننګرهار ولایت کې د دې رسنۍ خپرونو ته زمینه برابره کړې ده.
همېشه بهار راډیو تلویزیون یوه اونۍ وړاندې د «زمري ۱۰ مه» د نجونو او هلکانو په ګډون د ژورنالیزم د یوې روزنيزې دورې له پیل وروسته د امنيه قومندانۍ له لورې بنده شو. 
د سیمه ییزې ادارې امنیتي ځواکونو دا ښوونیز ځای د هغه څه له امله چې دوی یې « د نجونو د لوړو زده کړو او ګډ درس منعې په اړه د اسلامي امارت له امر سرغړونه»بللې، ګډ وډ کړی او یوه ورځ وروسته یې د همېشه بهار راډیو دروازه هم وتړله.
یوه ورځ وروسته د زمري په ۱۱مه په ننګرهار کې د «رسنيزو سرغړونو ته د رسیدو کمېسیون» چې د دغه ولایت د استخباراتو، امنیه قوماندانی، امر بالمعروف او د اطلاعاتو کلتور ریاست استازو په ګډون جوړ شوی دی، د همېشه بهار راډیو تلویزیون د تړلو لومړنۍ پریکړه تائید کړه او بیا یې په ګډه د دې رسنۍ دروازه وتړله.
د افغانستان دخبریالانو مرکز په ننګرهار کې د نن راډیو  فتر بیا او د ځوانانو راډیو ټرانسمیټر ته د فعالیت د تازه اجازې څخه د هرکلي ترڅنګ، د دې رسنیو د فعالیت بندیز، چې دوه اونۍ وخت یې ونيوه د هیواد د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف او د دې رسنیو د حقونو ښکاره نقض په سترګه ګوري.
په ورته وخت کې د افغانستان دخبریالانو مرکز د همیشه بهار راډیو تلویزیون د فعالیت مخنیوي دوام د یو غيري قانوني عمل په توګه غندي. د افغانستان خبریالانو مرکز په دې باور دی، حتا که چیرې د همیشه بهار راډیو تلویزیون د مسؤل مدیر پرضد حقوقي مسله هم شتون ولري، د یادې راډیو تړل غيري قانوني دي او باید د دې رسنۍ د فعالیت د مخنیوی پرضد د بهانې په ډول ونه کارول شي.
د ټولیزو رسنیو قانون د څلورمې مادې له مخې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولی، چې د ازادو خبري یا معلوماتي رسنیو فعالیت منع، تحریم، سانسور او محدود کړي، یا د ټولیزو رسنیو په چارو او خپرونو کې په یو ډول لاسوهنه وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» له خوا د تصویب شوي ټولیزو رسنیو د قانون پر تطبیق د ټینګار په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې د امارت له چارواکو او د اطلاعاتو کلتور وزارت څخه غواړي چې د همیشه بهار راډیو او تلویزیون په هکله په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او اجازه دې ورکړي، چې دا شبکه او همدارنګه نن راډیو او ځوانانو راډیو استونکي ته دې د بیا فعالیت اجازه ورکړي چې د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې خپل کار ته دوام ورکړي