تورخم کې د ډزو پر مهال دوه سیمه‌ییز خبریالان ټپیان شول

تورخم کې د ډزو پر مهال دوه سیمه‌ییز خبریالان ټپیان شول

 ۱۴۰۳ د کب ۱۵

جلال‌آباد- په ننګرهار کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې د تورخم په سرحدي سیمه کې د حاکم ادارې د ځواکونو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ د نښتې پر مهال، د حریت راډیو خبریال عزیزالحسن نعماني او د پژواک خبري آژانس کمره‌مین ولي محمد شینواری ټپیان شوي دي.

جلال آباد کې یوه سیمه‌ییز خبریال د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې عزیزالحسن نعماني او ولی‌محمد شینواری نن مازیګر د پاکستاني سرتېرو د ډزو په پایله کې ټپیان شوي دي. د ده په وینا، د شمشاد تلویزیون خبریال هدایت شاه هدایت هم د پېښې شوې چاودنې له امله لږ څه زیانمن شوی دی.

د نوموړي په وینا، چې نعماني او هدایت د جلال‌آباد مرکزي روغتون ته او ولی محمد شینواری د شینوارو ولسوالۍ کلینیک ته لېږدول شوي دي. د معلوماتو له مخې، هدایت تر لنډې درملنې وروسته رخصت شوی، خو نعماني او شینواری لا هم بستر دي او درملنه یې روانه ده. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې د ټپیانو روغتیایي وضعیت ښه دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې پېښې له امله ژوره اندېښنه څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی له درباره څخه د بېړنۍ روغتیا هیله کوي. دغه مرکز له خبریالانو غواړي، چې د راپور جوړولو، په ځانګړي ډول د جګړو د پوښښ پر مهال، ډېر احتیاط وکړي او د خبریالانو لپاره ځانګړي حفاظتي وسایلد کارولو ترڅنګ امنیتي تدابیر په جدی توګه په پام کې ونیسي.

د تورخم پوله له ۱۳ ورځو راهیسې بنده ده او په دې موده کې د دواړو غاړو سرتېرو څو ځله نښتې کړي دي. سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې دا نښته د سرحدي تاسیساتو د جوړولو پر سر د اختلاف له امله رامنځته شوې ده.