په ننګرهار ولایت د داعش اړوند راډیو له منځه یوړل شوه

۱۳۹۴ د سلواغې ۱۲مه

جلال اباد: د ننګرهار ولايت سيمه‌ییز مسؤولین وایي، چې په یاد ولایت کې د داعش ډلې اړوند د «خلافت» په نوم راډیو، د نړیوالو هوایي ځواکونو په برید کې له منځه وړل شوې ده.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږياڼي وویل، یاد برید تېره ورځ ماښام په اچین ولسوالۍ کې ترسره شوی دی.

د هغه په وینا، د برید په پایله کې د داعش انټرنټي دستګاه او راډیو له منځه تللي دي او د یادې راډیو پنځه د کارکوونکو سربېره، درې انټرنټي کارکوونکي هم وژل شوي دي.

له دې وړاندې د مخابراتو وزارت ویلي وو، چې د داعش اړوند راډیویي خپرونو مخه یې نیولې ده، خو سیمه‌ییزو مسؤولینو ویلي وو، چې یاده راډیو له برید وړاندې فعاله وه او خپرونې یې د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې اورېدل کېدې.

د روان کال په ليندۍ مياشت کې سيمه‌ییزو سرچینو اعلان وکړ، چې داعش په ننګرهار ولايت کې خپله راډیو جوړه کړې ده او له لارې یې خپل تبلیغات خپروي او د دولت پر وړاندې بیانیې ورکوي.

د ولایتي شورا ځيني غړو ویلي وو، چې خلافت راډیو په جلال ښار او د یاد ولایت په ټولو ولسواليو کې د لاسرسي وړ ده.

د مخابراتو وزارت له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د یادې راډیو خپرونې د هغه فرکانس له لارې خپرېدې، چې یاد وزارت له دې وړاندې يوې خصوصي سیمه‌ییزې راډیو ته ورکړې وه، چې یاده راډیو د وسله والو کسانو له لوري تر برید وروسته له فعالیت پاتې شوې وه. 

په ننګرهار ولایت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز استازی زیرک فهیم واېي، چې داعش د یادې رسنۍ له لارې ځيني خبریال په مرګ ګواښلي وو.