پاکستاني خبریال د جلال اباد له زندانه ازاد شو

پاکستاني خبریال د جلال اباد له زندانه ازاد شو

۱۳۹۳ د وږي ۷مه

جلال اباد: يو خبریال چې له پنځو میاشتو راهیسې په جلال اباد کې بندي وو، د جمهور رئيس حامد کرزي په فرمان خوشې شو او په تورخم مرز کې پاکستاني چارواکو ته وسپارل شو.

فیض الله خان په پېښور ښار مې له پاکستاني خبریالانو سره په خبرو کې د یاد هېواد او افغانستان دولت له هڅو څخه په قدردانۍ وویل، چې له نوموړي سره په تېرو پنځو میاشتو او څلورو ورځو مې ښه چلند ترسره شوی دی.